@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
نوې ویډیو ترانه
زما ګران افغانستــانه مېړنی یې
د زخمي زړګي درمانه مېړنی یې
اواز/عسی محمد عابد
شاعر/ امـان الله سالار
ستا یاد
ستــــا یاد مــــي پر زړګي اخ ولاړې ابدي
شهیده ځواني مـــــــرګه یاران دي یادوي
خامــــــوشه محفلونه او ستا زاړه یادونه
اوس ناست یمه خفه اخ ورک دی دیدنونه
جـــــــدا جــــــدا جــدا اوس یمه یک تنها
اوس تللــــــې ده زمــا ها ټوله خوشحالي
بېلتـــــــــــون دي زورور زمــــریه د سنګر
اخ نشون دی اوس ستا خو سته ها مازدیګر
یاران دي کړي کیسې کړې یاد یې کارنامې
چي ته به وې مـــوجود کړي یاد مازدیګري
چوپتیــــا ده او دردونه مسکا ورکه اهونه
ای دنګ چنار ځواني دي خوړلي دي ګردونه
قبول دي کـــــــړه الله خدمت ټوله داستا
ودان په تا همېش وه وختــــــونه جهادي
سالار! دي کړی غمجن پر زړه باندي دردمن
سالار! کړې سترګې سرې وو ستا سه ګیلمن
چي ته ســـــــــولې شهید زموږ څخه بعید
غمـــــونه وه جــــــــانانه وه ستړې زندګي
سپېن توغ
سپین توغ لرو هیواد کي دا زموږ ستره جنډه ده
اباد افغانستان دی که هر غر دی که دره ده
د میني کلیمې دي او د میني پېرزویني
روانه مو وطن کي د خوښی خوږه لمحه ده
اوس دلته باچاهي کوي طالب او سپین پټکي هم
ځلاند نظام هوار دی خاص حسینه سلسله ده
بیا ګل وطن ساه واخیسته او روح یې هم تازه سو
سو وصل د بریا په باب هوا یې هم خوږه ده
مین یې پر ښکلا یم د ښکلا یو ځلاند کور
مقام دی د ننګونو او پیاوړې علاقه ده
سالاره ته پرې ویاړه او هرځای یې یادوه نو
څښتن د غیرتونو د تاریخ پاڼه ښکاره ده
غدار ملګري ته
خاموشي دي جوړه کړې ده دلبره
یاره نه کـــــوې خبري دا نو ولي
د رقیب سره په ناز نواز خوږې کړې
تر خولې باسې ملغلری دانو واي
زموږ زړه دي په خبرو دی مات کړی
کړې خبري هم غمجني دانو ولي
ستا د لاسه ټوله کلی ناقرار دی
شکایات راځي د کلي دانو ولي
جلاوالی زما او ستا زما اختر دی
دا خبري کړمه سپیني دانو ولي
د سالار زړه ماتوې ازار ترې اخلې
زما ازار دي زیات وهلي دانو ولي
د ښکلا کور وطنه
د ښکلا کــــــور وطنه پردو ته ګور وطنه
افغانستــــان زمــــــــا د سترګو تور وطنه
ستــــــا د ښکلا لپاره ستــــا د دفاع لپاره
زلمـــــي ولاړ دي تاته زما سمسور وطنه
ته د ښـــکلا رازونه وایــــې رښتیا رازونه
تا ده نړۍ سفر طاقت کړی رانسکور وطنه
ته یې زړګی د اسیـــا هم یې تر ټولو بالا
وه هر طاغوت لره یې محکم پېغور وطنه
ستا هر زلمــی ابدالي هم دی محمود غزنوي
هر چا ته ستا سو معلوم د مټوو زور وطنه
سالار تر تا سه قربان ته یې د زړونو درمان
ستا هر یو زخم ته یم اوس زه ټکور وطنه
نعت شریف
پر تــا دي وي درود او سلام حبیبه
لار دي څارو موږ ګام په ګام حبیبه
رڼـــا رڼـــا ســوله داستـــا په راتلو
لرې لـوړ شــــان او لوړ مقام حبیبه
ته یې خـــــاتم الانبیا زموږ پېشوا
د انبیــــــــــــاوو ستر امـام حبیبه
حسنِ یوسف درتــه حیران جانانه
درته کــوي به احتــــــــرام حبیبه
رب تـه ژړا د خپل اُمت لپــــــــاره
کوې اقــا مي ته مــــــــدام حبیبه
د سـالار ټوله زندګـــــي تر تا جار
درته ولاړ دی لاس پر نـــام حبیبه
وطن افغانستان
د سپينو پګړۍ کور يې زمــا وطن افغانستانه
در تا دي مـــي قربان سي زمـــا تن افغانستانه
د ميني اخووت وړانګي نور پر وجود غواړم
تا ســـــــــــاتم له بديو زمــا مسکن افغانستانه
زه عَهد کړم پرهر ته دي ملهم راوړم په مينه
چي پاک سي له زخمونو ستا بدن افغانستانه
پر سر دي اوس حاکم سو سپین طالب او ملا جانه
کړي جـوړ به ستا پر حسن انجمن افغانستانه
جانان يې او جانان وې په بریاوو هم ودان وې
پرديو ته عذاب وې هـــــــــم مدفن افغانستانه
سالار دي تل ودان غواړي زما د ښکلا کوره
جهـــــان درته حيران دی عزتمن افغانستانه
مصرۍ مورجاني ته ډالۍ
زما د ژوند ستره هستي یې وی الله
وی ګراني مورجاني قدم ستا به ښکولومه وی
ځار دي سم مورجاني
زما ژوندون په تا ابـاد دی وی الله
وی داستــا ژوندون راته بل کړي مشالونه وی
ځار دي سم مورجاني
قربان قربان خوږې مورجاني وی الله
وی درته ســـوالونه د دُعـــا همېش کومه وی
ځار دي سم مورجاني
مورجاني مینه یې وفا یې وی الله
وی نوم د ښکلا یې زه په تا فخــــر کومه وی
ځار دي سم مورجاني
زمـــا د کور بَله ډېـــوه یې وی الله
وی په تا ودان دي زما د ژوند ټول پړاونه وی
ځار دي سم مورجاني
ته د ښکلاوو خـــزانه یې وی الله
وی ګراني مورجاني زه به ستا قدر کومه وی
ځار دي سم مورجاني
مورجاني ژوند تل درته غواړم وی الله
وی زما ژوندون به له تا ټوله ځـــارومه وی
ځار دي سم مورجاني
سالار—دي نوم پر زړه لیکمه وی الله
وی تا یادومه او هم مینه درکومه وی
ځار دي سم مورجاني
دا خبره
دا خبره ده اوس هر چا ته معلومه
ازادي مو په غزاوو راواستلي
هم جنډه د امارت مو لوړه کړې
پر جنګـونو د میـدان مـو رپولې
عاقده مو پر باري رب ده سپارلې
د بریا چغه مـو حـق باندي ویلې
بس نصرت د پاک الله زموږ بریا وه
دا سپېڅلـي عاقـده مو ښه صفا وه
دا خبره ده اوس هـر چاته معلومه
ازادي ده قــربانیو ثمره ده
د معصومو وینو ستره جایزه ده
چي غلیم باندي نن بیا توره تیاره ده
د غــازي عمر باتـوره قافـله ده
د یتیم پر شونډو بیا مسکا خپره ده
دا اتل دی دا غازي افغانستان دی
دا په ښکلوو خوشحالیوو نن ودان دی
دا خبره ده اوس هر چاته معلومه
په زرهاوو شهیدان لرو هیواد کي
څه غښتلي اتلان لرو هیواد کي
د وطن اصلي بچیان لرو هیواد کي
نازولي شازلمیان لرو هیواد کي
د عمر منصور کاروان لرو هیواد کي
په دې ویاړو ارمانونه مو پوره دي
ده کلــونوو امیدونه مو پوره دي
دا خبره ده اوس هرچاته معلومه
دلته جوړي د خوښیو خزانې دي
د سور مخوو بلاګانو سترګي مړې دي
پر وطن مو د ښکلا بلي ډېوې دي
د اولس ارمان پوره هسکی شملې دي
د خـواږه اوازه مستـي تـرانې دي
دلته اوس تیارې تل کړي خدمتونه
ټول اولس کړي بس په مینه سلامونه
دا خبره ده اوس هر چاته معلومه
زموږ پوره دي ارمانونه خپلواکي ده
دلته جـوړه د نړۍ سره سیالي ده
دا خبره خـو معلـومه حقیقي ده
چي افغان خاوره مو پاکه جنتی دي
ده کافر په په اور سوځلې یقیني ده
په دا وجه خو جنت جنت نښان دی
زورېـدلې په بمـونـوو خراسان دی
دا خبره ده اوس هر چاته معلومه
اریانا مــو زېږولي مېړني دي
خاص بچیان د ابدالي او غزنوي دي
په تکړه تاریخ سمبال هم غیرتي دي
د غــزا پر میدانــوو بریالي دي
د وطن خدمت ته ژمن او ابدي دي
تل روان وي د بریا پر درشل یاره
څه ګلاب ګلاب زلمي دي ای :سالاره
د ژوندون صفحې
د ژوندون صفحې مي ورځ په ورځ کمیږي
خــو د وخت ځــایه کېدل لا هـــم زیاتیږي
دا اوس څنــګه زندګـــــي ده په دنیـــا کي
سمــه ستــره ناپـوهــــــي ده په دنیـــا کي
چـي د حـــق او باطـل فـرق نه معلـومیږي
کــړو مــــدام دا د غفلت ارام خـــوبــونه
راســـــــه پاتــــــــه د الله عبـــادتـــــــونه
عــلامــې هــم د قیـــامت راښـکاره کیږي
عملـونه مــو په تــــورو اوبـــو پرېـــولــي
په ګنــاه کــي مــو هــر څه د لاس ورکړي
ښـــې خبري مـــو پر زهـــن نه لـــوریــږي
پـر زهنــونـــو مو لــوی مهــــر لګېـــــدلی
د ګنـــاه څخــه مــــو ځـــان ندی ایستلی
یــاد نــــاتـــرثه امیــــدونو کــي اوسیږي
ای ســالاره: دلتــه مــوړ د ژوندون نستــه
ښــــــه پیـــاوړی باغیــرته ازمــــون نسته
هیــڅ یو شخـص دي دنیا کــي نه پاتیـږي
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی