@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🧿" ﷽ "🧿
+ چرا کُشتیش؟
- آقاي قاضي تو کانال ریمیکس اورجینال عضو نبود :)
- ربات تبدیل ویس به فایل :
" Bot : @VoiceConverterrBot "
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۳)-برخه موضوع"فقهي مسئله"
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پنځم حکم:{وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا}
ددی آيت نه دا معلومه شوه چې د مور او پلار د پاره د رحمت دعاګانې غوښتل په کار دي اوس که چیرته دوی مسلمانان وي نو د دوی په ژوند او د مرګ نه بعد دواړو حالتونو کې به د دوی د پاره بچي دعاګانې غواړي،البته که دوی کافران وي نو د دوی په ژوند کې به بچې د دوی د پاره د ايمان دتوفيق او د دنيوي تکالیفو نه د بچ کیدو دعاګانې غواړي،خو د مرګ نه بعد د کافر د پاره دعا غوښتل جائز نه دي، ځكه الله تعالی فرمايي:{مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ}التوبة ۱۲۳
ترجمه:د پیغمبر او مومنانو د پاره دا مناسب نه دي چې دوی د مشرکانو د پاره د بخني دعا وغواړي اګر چې دوی يې نزدې خپلوان وي(دا د بخښنې دعا د دوی د پاره هلته ناجائز ده)کله چې دوی ته دا ښکاره شي چې دوی دوزخیان دي( يعنی د کفر په حالت کې وفات شوي).
کافر مور او پلار هم د خدمت او ښه سلوک مستحق دي
دوالدینو د حقوقو اهمیت د دينه هم معلوميږي چې که چیرته د یو انسان مور او پلار مسلمانان نه وي بلکه کافر وي نو بيا هم الله جل جلاله انسان ته د دوی سره په دنيوي ژوند کې د ښه سلوک حکم کړي.
البته که هغوی دي بچي ته د اسلام نه د اوریدو یا د شریعت خلاف حکم کوي نو په دې کې د دوی تابعداري ضروري نه ده،الله جل جلاله فرمايي:{وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} لقمان ۱۵
ترجمه:او که چیرته دوی کوشش کوي په تا باندې چې د ما سره داسې شی شریک مقرر کړه چی تا ته په هغی باندي علم نه وي نو د دوی خبره مه منه،او د دوی سره په دنيا کې په ښی طریقی سره تعلق ساته(او ښه سلوک ورسره کوه).
یعنی که دوی په تا باندې دا زور لږ وي چې بغير د څه دليل نه د ماسره بل څوک شریک مقرر کړه نو په دې کې د دوی خبره مه منه،البته په دنياوي ژوند کې بيا هم د دوی سره احسان او ښیګره کوه او هم د دوی خدمت کوه.
ځكه حديث کې راځي:«لا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصَيَةِ الخَالِقِ».مشکوة شریف
د خالق (الله جل جلاله) په نافرمانی کی دمخلوق فرمانبرداري جائز نه ده.
د مُشرکې مور سره ښه سلوک
ددي خبري ثبوت ددي حديث شريف نه هم کيږي کوم چې امام بخاري او امام مسلم رحمهها الله را نقل کړي.حضرت اسماء بنت ابي بكر رضى الله عنها فرمايي:(د نبي عليه السلام زمانه کې زما مور ما کره راغله او دا مشرکه وه نو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې زما مور ما کره راغلې ده او زما د ښه سلوک امید ساتي،نو آيا زه ورسره ښه سلوک وکرم؟ نبي عليه السلام را ته و فرمایل:هو.د خپلې مور سره ښه سلوک کوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)
﷽
⚪ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ اللَّهُ الصَّمَدُ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (3) ځلې☝
⚪ سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیْم💖 (100) ځلې☝
⚪ أَسْتَغْفِرُ اللّٰه❤أَسْتَغْفِرُ اللّٰه❤أَسْتَغْفِرُ اللّٰه❤ (...)
⚪ اللهم صل وسلم علی نبینا محمد♡ (3) ځلې☝
⚪ «لَا إلَهَ إلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ💝 (3) ځلې☝
⚪ لَااِلهَ اِلَّااللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِیکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُوَهُوَعَلَی کُلِّ شَئٍ قَدِیْرٌ💖 (3) ځلې☝
⚪ ﺃَﻋـﻮﺫُ ﺑِﻜَﻠِﻤـﺎﺕِ اﻟﻠّﻪِ اﻟﺘّـﺎﻣّـﺎﺕِ ﻣِﻦْ ﺷَـﺮِّ ﻣﺎ ﺧَﻠَـﻖ . (3) ځلې☝
⚪ ﺃَﺳْﺘَﻐْﻔِﺮُ اﻟﻠَّﻪَ ﻭَﺃَﺗُﻮﺏُ ﺇِﻟَﻴْﻪِ. (100) ځلې☝
⚪ رﺿﻴـﺖُ ﺑِﺎﻟﻠﻪِ ﺭَﺑَّـﺎً ﻭَﺑِﺎﻹﺳْﻼﻡِ ﺩﻳـﻨﺎً ﻭَﺑِﻤُﺤَـﻤَّﺪٍ - ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭ ﺳﻠﻢ - ﻧَﺒِﻴّـﺎً (3) ځلې☝
⚪ ﺑِﺴـﻢِ اﻟﻠﻪِ اﻟﺬﻱ ﻻ ﻳَﻀُـﺮُّ ﻣَﻊَ اﺳﻤِـﻪِ ﺷَﻲءٌ ﻓﻲ اﻷﺭْﺽِ ﻭَﻻ ﻓﻲ اﻟﺴّﻤـﺎءِ ﻭَﻫـﻮَ اﻟﺴّﻤـﻴﻊُ اﻟﻌَﻠـﻴﻢ .(3) ځلې☝
⚪ ﺣَﺴْﺒِـﻲَ اﻟﻠّﻪُ ﻻ ﺇﻟﻪَ ﺇﻻّ ﻫُﻮَ ﻋَﻠَـﻴﻪِ ﺗَﻮَﻛَّـﻠﺖُ ﻭَﻫُﻮَ ﺭَﺏُّ اﻟﻌَﺮْﺵِ اﻟﻌَﻆـﻴﻢ .(7) ځلې☝
⚪ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥💯♥
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۲)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوالدينو د بودا ټوب په حالت کی لحاظ ساتل
د والدينو خدمت او تابعداري د څه مخصوص حالت یا عمر سره خاص نه ده بلکه په هر حالت کې د هغوی سره احسان او ښیګړه په کارده،خو بیا هم قرآن کریم انسان ته د والدینو دبودا توب په حالت کې يو څو تاكيدي حکمونه بیان کړي،ځکه د بودا والي په حالت کې والدین یو خو دخدمت زيات محتاج شي،بل يي طبعیت هم نازک شي او بل عقل او فکریی هم پوره کار نه کوي،نوځکه الله رب العزت د دوی د کمزورۍ په حالت کی انسان ته څه خاص حکمونه ذكر كري الله تعالى فرمايي:{إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا}الإسراء ۲۳
ترجمه:که چیرته په دوی کې يو يا دواره تاسره دبوډاوالي حالت ته اورسي (یعنی ستا په ژوند کې دوی دواړه يا يو د بودا والي حالت ته اورسي)
اول حكم:(فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ) دوى ته اُف هم مه وايه.
یعنی داسې هيڅ خبره ورته مه کوه چې په هغی سره ستا د طرف نه نفرت یا خفګان ښکاره كيږي،او ستا والدينو ته ورباندي تكليف رسيږي.
ددی مطلب دانه دی چې ګني مور او پلار ته آف مه وایه خو دانګ ورته نیسه،کنځل ورته کوه او بي عزتي يې کوه، بلکه چې کله د دوی په خدمت کې د ستړي والي په وجه آف ويل،يا هره داسي کلمه چې د هغوی د خفګان سبب ګرځي حرامه شوه نو وهل او کنځل ورته کول خو په دلالة النص سره په طریق اولی حرامه شوه.
دویم حکم:{وَلَا تَنْهَرْهُمَا} او دوى مه رټه.
دریم حکم:{وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا} او د دوی سره په نرمۍ خبري کوه.
یعنی د دوی سره د میني او محبت په لهجه کې خبري کوه.
حضرت سعید بن مسیب رحمه الله وايي چې داسې انداز کې ورسره خبري کوه:{لکه څرنګه چې يو غلام د خپل سخت مزاجه آقا( مالک) سره په نرمی خبرې کوي}.زاد المسیر جلد۳ص۱۹
څلورم حکم:{وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ}
ترجمه:او ښکته کړه د دوی د پاره متي د عاجزی له مهربانی نه.(یعنی د دوی په وړاندې په مينه محبت او عاجزی سره ټیټ اوسیږه لکه څرنګ چې يو عاجز غلام د خپل آقا د وړاندي پيش کيږي دغه شان د خپل مور او پلار په وړاندې هم په عاجزی سره مخامخ کیږه.
پنځم حکم:{وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا}
ترجمه:او(د الله جل جلاله نه د دوی دپاره دعا غواره او داسي)وايه،چې اي ربه !په دي دوارو رحم وکړه لکه څرنګ چې دوی په وړوکوالي زما پالنه کړې ده.
په دی آیت كي الله انسان ته دده د ماشوموالي زمانه وریاده کړه چې اي انسانه! يو وخت داسي ؤ چې په هغي کي ته ددي والدينو محتاج وي، هغوی د تاسره تکلیفونه او مشقتونه برداشت کړي،ستا خدمت یې کړي نو اوس چې هغوی د کمزورتیا حالت ته ورسیدل نو د عقل او شرافت تقاضا هم داده چی اوس ته د دوی خدمت وکره،او د هغوی د پاره د رحمت دعاګانی وغواره.
د علامه آلوسي رحمه الله وينا:
علامه آلوسي رحمه الله فرمايي چې الله جل جلاله په دې آیت مبارکه کې د والدينو سره د احسان متعلق په دومره مختلفو طریقو سره تاکید کړی که چيرته الله جل جلاله د والدينو باره کې نور هیڅ تاکید نه وی کړی نو د دوی سره د احسان د اهمیت دپاره صرف دا هم کافي وه چې الله عزوجل د والدینو سره د احسان خبره د خپل توحید سره په دې آیتِ مبارکه{{وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}الإسرا ۲۳ کې يو ځاى ذكر كړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمور او پلار دحقوقو اهمیت(۱)-برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کوم انسان چې په دنيا کې د شریعت موافق د اطمینان او سکون واله ژوند تیرول غواړي نو دده د پاره دا ضروري ده چې دا به د دوه قسمه حقوقو لحاظ ساتي،اول د حقوق الله،او دويم: حقوق العباد و.
او کوم انسان چې د حقوق الله او. حقوق العبادو لحاظ نه ساتي هغه هیڅ کله کامل مسلمان نشي جوړیدی،او نه به ده ته د اطمینان،سکون او خوشحالی واله ژوند نصيب شي.
د حقوق العبادو اهمیت او زمونږ غفلت
بیا خاصکر حقوق العباد خو ددین یوه آهمه حصه ده،ځکه که چیرته په حقوق الله کې د انسان نه څه کوتاهي او کمې اوشي،او اوس دې په هغې باندي پښیمانه شي،په اخلاص باندی توبه اوباسي نو الله ورته دا كوتاهي معاف کوي،خو که چيرته انسان حقوق العباد ضايع كړي( يعنى بل مسلمان ته بدني يا مالي ضرر اورسوي) نو که دي روستو په دې پښیمانه شي او تو به هم اوباسي،نو دا صرف په دی توبه او استغفار سره نه معاف کيږي، بلکه د حق خاوند نه به معافي غواړي يا به هغه ته خپل حق واپس کوي نو بیا به دې انسان ته دا ګناه یا حق معاف شی.
قدرمنو!بعضي خلق لمونځ،روژه،زکات، حج،ذكر،تلاوت،وغیره خو ددین حصه شماري خو ليكن حقوق العباد د دین نه بالکل خارج ګني او هيڅ اهميت ورته نه ورکوي.حالانکه په شریعت کي د حقوق العبادو هم دیر تاکید او اهمیت بیان شوی.
د احکامِ شرعیه و دري حصي حقوق العباد دي
په اسلامي فقه کې چې د شریعت څومره احکامات بیان شوي که چيرته هغه په څلورو حصو تقسيم کړي شي نو د هغې يوه حصه د عبادت( يعنى حقوق الله) جوړيږي،او باقي،دري حصي د حقوق العبادو(یعنی معاملات او معاشرت) جوړيږي.
په حقوق العبادو کې د ټولو نه اول حق دوالدينو دی
بیا خاصکر په حقوق العبادو کې دټولو نه اول او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره وکړې نو د ټولو نه اول يې د مور او پلار بیا خاصکر په حقوق العبادو کې د ټولو نه رومبي او اهم حق د مور او پلار دی، دغه وجه ده چې کله هم په قرآن کریم کی الله تعالى د حقوق العبادو تذکره کړې نو د ټولو نه اول يې دمور او پلار سره د احسان او نیکی کولو حکم کړی دی.
وجه داده لکه څرنګه چې الله تعالی د انسان د وجود د پاره سبب حقيقي دی نو دغه شان والدین دانسان د وجود د پاره سبب ظاهري دي.
الله تعالى فرمايي:{وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}الإسرا ۲۳
ترجمه:او ستا رب دا حکم کړي.چي بي د هغه (الله) نه د بل هیچا عبادت مه کوئ،او د مور او پلار سره احسان (ښیګړه او ښه سلوک) کوئ.
د امام قرطبي رحمه الله تحقيق
امام قرطبي رحمه الله هم ددې آيت د لاندي لیکلي چې په دې آيت کي الله رب العزت د خپل عبادت او توحید د حکم نه روسته د والدینو سره د احسان او ښه سلوک کولو حکم فرمايلي. لکه څرنگ چې الله تعالى په سورة لقمان کې د خپل شکر اداء کولو نه روسته د مور او پلار د شكريیی اداء کولو حکم کړي، الله جل جلاله فرمایي:{وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ}لقمان۱۴
او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پيژندني تاكيد کړی دى. د هغه مور د كمزورۍ د پاسه د كمزورۍ په حال كي هغه را اخيستى، په خپله ګېډه كي یې وساته او دوه كلونه یې په تي وركولو ولګېدل. (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړ چي) زما شكر وکړه او د خپل مور او پلار شكر پر ځاى کړه، همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۲)
🌻 #په کور کې د ماشوم په څېر اوسه!
🔹عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) فرمایي:یو سړي ته مناسبه ده چې له خپلې کورنۍ سره په چلند کې نرم، مهربان، د محبت او الفت ډک، او د یو ماشوم په څېر وي. خو کله چې ټولنې ته داخل شي، باید د یو جدي او دقیق سړي په توګه خپلې دندې په پوره مسوولیت سره ترسره کړي.
📚اهداف ومرام؛ شرح فارسی بلوغ المرام
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګناهونه مې ډېر دي، نه شم کولی چې توبه وکړم ځکه دومره ډیر ګناهونه الله نه بښي...!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له ځينو خلکو چې پوښتنه وشي چې ولې دومره د ګناه کارونه کوي ؟ وايي: ځکه چې ګناهونه مې ډېر دي ، نه شم کولی چې الله تعالى ته وروګرخم !
سبحان الله! دا خبره شیطان ګنهکارو انسانانو ته وحې کوي ځکه په ګناه باندې ټینګار کول له لويو جرمونو څخه دی.
خورې او وروره د پلار (آدم علیه السلام)په څیر شه،ګناه يې وکړه او له ګناه وروسته يي توبه وکړه او الله تعالى هغه ته بښنه وکړه.په ګناه کې د ابلیس په څېر مه کېږه چې ګناه يې وکړه او توبه یی هم ونه کړه او الله تعالی په دنیا او آخرت کې وراته.
خورې او وروره! دالله له رحمت څخه مه ناهیلی کېږه مه وايه چې ګناهونه مې ډېر دي او توبه امکان نه لري.
«له ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايي: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی ، که تاسو ګناه نه کولی ، الله تعالى به تاسو له منځه وړي وی او په ځای به یې داسې قوم راوستی و چې ګناه کوي او له الله تعالى بښنه غواړي او الله تعالى به يې بښي».[صحيح مسلم ، ۲۷۴۹].
او همدارنګه فرمایی:(که بنده ګانو ګناه نه کوله، الله تعالی به داسې مخلوق پیدا کړی وچې ګناه به يې کوله ، بیا به الله تعالی دوی ته مغفرت کولو او هغه غفور او رحیم ذات دی»[ترمذى ].
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه وايي:(هېچا ته حلاله نه ده چې د الله له رحمت څخه ناهیلی شي حتى که يې ګناهونه لوى وي)[مجموع الفتاوى]
خوري او وروره! الله تعالى حاضر دی چې ستا توبه قبوله کړي نو آيا ته حاضره يې چې توبه وکړې؟
همدا اوس هوډ وکړه چې بدلون راولي!
د فرعون ښځې هوډ وکړ چې بدلون راولي او د جنتي ښځو له ډلې وګرځېده!
د نوح عليه السلام زوى د بدلون لپاره تصمیم نه درلود نو ډوب شو او دنورو لپاره عبرت و کرځید.
لومړی ښځه (آسیه) د یو سرکش مېرمن وه او دوهم کس د یو پیغمبر زوی و....
د بدلون لپاره هېڅ بهانه د قبول وړ نده...دا ته خپله يې چې تصميم نيسې تر څو بدلون راولي!
ابن قيم رحمه الله وايي: «الله تعالى ګناهونه پوښي بیا موږ ته غږ کوي ، زموږ ګناهونه بښي ، له موږ سره مینه کوي او بیا زموږ ګناهونه په نېکيو بدلوي».
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي
•﷽
محمد ﷺ فرمايي:
ایا غیبت پېژنئ؟ هغوی وویل: الله تعالی او د هغه رسول ﷺ ډېر زیات ورباندې عالم دي. رسول ﷺ وفرمایل:
خپل ورور په داسې ډول یادول چې د هغه ناخوښه وي.
📚 (صحيح مسلم ۲۵۸۹)
🌻د حجاب په اړه می(50)نه زیات کتابونه ولوستل، ما وموندل چې حجاب یعنی:
🔹هر کله چې نا محرم ستا طرف ته وګوري، ستا بشپړ حجاب له امله یې، لیدل بې مفهومه شي.
🔸خو هغه حجاب چې دخلکو توجه ځانته راجلب کوی،هغه حجاب نه بلل کیږي،په ځانګړي توګه ښځې چې خپل وریځې او سترګې ښکلي کوي،او بیا یې د نندارې لپاره وړاندې کوي!
🔸 حجاب دا نه دی چې د بدن د غړو د ښکاره کولو سبب شي. بلکې؛ حجاب عبادت دی که چېرې په بشپړ ډول ترسره شي او د فتنې سبب ونه ګرځي.
📚ازکتاب: «تحفه قیمتی برای زنان مسلمان».
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🧿" ﷽ "🧿
+ چرا کُشتیش؟
- آقاي قاضي تو کانال ریمیکس اورجینال عضو نبود :)
- ربات تبدیل ویس به فایل :
" Bot : @VoiceConverterrBot "