شــاکــــراغا

Description
مخکنی چینل مو له لاسه ورکړي همدغه مو نوی چینل ده ملتیامو وکړی ؟له مینی مونړی مننه?0⃣?
تبادلی لپاره دلته راسی ګلونو?
@Shakeragha
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

7 months, 2 weeks ago

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته !
خوشحاله يم چي يو وار بيا د  ستر او مهربانه الله ج په ځانگري فضل سره د نيكمرغه کمکي اختر د مباركو ورځو لمانځنه د پوره امن اوصلحي په فضا کي كوو .زه په خپل وار سره تاسي ته او  ستاسي له طريقه ستاسي درني او پتمني  كورنى ،ملگرو،هيوادوالو او په عموم كي د نړى تولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مباركي وايم .خداى ج دي ستاسي روژی تراویح دوعاوي او نور فرضی اونفلی عبادتونه په خپل عظیم دربار کي قبول او منظور وګرځوي الله ج تاسي  په حاجیانو او غازیانو کی حساب کړي، د خوښیو ډک اختر ولری  او خداى ج دي دا صلح دهیواد تل پاتي صلح کړي. امین 
په درنښت. ستاسوکشر ورور قاری شاکراغا

7 months, 3 weeks ago

‏فایل صوتی از طرف شاکراغا

7 months, 3 weeks ago

ډیکلومه کونکی قاری شاکراغا

9 months, 2 weeks ago

د نـورانیـت شغلی یه رسي تراسمــانه
په څومره مینه نن پاریـغیږی فاضلانه

غافله ځیرشه ورته راسه حاضرشه ورته
دلـــــته حاضـري دي مــلکي دسبـحـــانه

دا نوراني محفل دی دا جنتي محفل دي
وربانــدي فــخرکـــوي خــپله رب مــنانه

د خوشحالی ځای ده دنیکبختی ځای ده
چی حاصل علم کړي وارث سی دجانانه

داجـنتي ګلان دي داغـیرتي ګــلان دي
قران یه زده کړو پری راټول دي قریبانه

دخـدایه دا غـواړمـه شاکـراغا غــواړمـه
چي په قطار کي ستاسو زهم سم روانه

9 months, 2 weeks ago

فاضلانوته

دا پـرسرچــي دي دستار دفــضیلت سو
خیال یه ساته در په غاړه مسؤلیت سو

تــه دخــوږ نبـي ګلـبڼ نـه یـو ګـلاب سوی
ښــه ځــیر وســه دا وتـا تـه امانـت سو

پام کــــوه چي درنـه ونــه سي غـفـلتـه
پــــرتـایاد نــوم دحبـیـب د وارثــت سو

و حــق لاري تـه پـه ناز خـلــــګ رابـــوله
بختور یه چي قسمت کي دي دعوت سو

د شـاکــــراغـــا دزړه سر ګــــران فاضـلـه
ډیر سرلړی یه نصیب دي داسعــادت سو

9 months, 2 weeks ago

اسلام علیکم ورحمت الله ګلنو ملګرو الله موراته اباد لره. بخښنه غواړم څه موده مصروف وم نو نشریات ندی سوی انشاالله چی نور به فعلیت کوم

11 months, 3 weeks ago

(((جـنګ اقتصادې)))

دا جنګ اقتصادې دی د نړۍ کړه رقابت
تاجره وروره راشه خپل وطن کې کړه صنعت

راځه راځه وطن ته آبادې در سره راوړه
یاست تاسو خو لښکر اقتـصادې د امارت

لږ وګوره غریب کلیوال څنګ کې درسره کړه
چې دواړه شئ ښېرازه سکه وړونه د ملت

په خپلو کې یو موټۍ شئ دا ورانه وداني کړئ
د وعتصمــوا حکــم د الله دی هدایت

کانونه استخراج کړئ زمرود یاقوت د غرونو
د نفتو ګازو ورته توکو سم وکړئ خدمت

دا ستا قهرمان ورور طالب ګټلې ناټوګۍ ده
دا ته خو هم افغان یې راسه نور وکړه همت

هاغه کرونده ګرو چې نیالګې اېښي فصلونه
ښه کلک یې حمایه کړئ دهر فصل زراعت

دا وخت دی دا فرصت دی ګران نذیره صنعت کړه
پوره دی ګام په ګامه هر تړون د دې امنیت

م بازمحمد: ""نــذیر ""

11 months, 3 weeks ago

!!! ما به باب سپړۍ!!!

هغه زړه چې ستا په مینه کې حصار شي
ړونــد او کــوړ شــي بالا هسي ناقـرارشي

کلــه داســـي کلــه هاســـي درتــه وایـــې
شي ناپوهه د ژوند په چاروکې بیمار شي

روغ په تن زخمي سینه به درته سپارې
رنځ وهلی شي بېـلتون سره یـې کار شي

بس په لږ څه وي خوشحاله یا خوا بدی
چــې تماس د ټلیفـــون یې بـر قرار شي

ته به ښه ورســره خانــدې دی وی ندی
بیانــو خیال که دا سړۍ دي طلبګار شي

وخت ناوخته بیا غوصه کړي هم له ګرمه
تبې تبې د ماشوم په څیر هوښیار شي

ته بـه وایـې ملامــت نه یــم پـوهیــږم
دی به وایـې د نادانـو پــه ګفـــتارشــــي

که یو څه خجالت نوای له دې خلګــو
مابه باب سپړی د میني چې ګلزار شي

یامي سم لیکی کتاب سر کې یې توري
د نـــذیــر د زړګــې سر طالب چـنارشي

شاعــر:  بازمحمد نـذیر

11 months, 3 weeks ago

معشوقه که دي دنیا وي

د ړندو سترګو آګاه کله بینا وي
د جاهل سړي به څرنګه تقوا وي

چې نه پوهه وي نه ارزښت کاندې د پوهې
بې مــشاله لاروی کلــه بــریا وي

چې د ستورو په رڼا روان د شپې وي
صحرایې قافله ستانه تر صحرا وي

افلاطون د وخت آسمان ته په ختو ده
عقل نلري لاهم په ځان بسیا وي

تا د خدای کتاب ته سرکړه کله کښته
چې ترعرشه دي د روح د ژوند لقا وي

تباهې ده! یا یو بل رنګ باچې ده
ملنګې اصل د پیر مرید قضا وي

چې تر اوسه پسې ګرځې بالابستي
ځوان نذیره معشوقه که دي دنیا وي

م بازمحمد: ""نـــذیر ""

1 year, 1 month ago

چی په یوه لوټه خـړکیږی دا دریاب به څـه وي
چی و پردي ډُول ته نڅیږی دا جِناب به څه وي

چي دا شل کاله دحُریت اوازادي لپاره نه ږغیدی 
اوس یی هــم نه غواړو ملګرودا رباب به څه وي

چی ده دولـت او د مِلت واګي یه لاس کي نــوي
خپلواک یه مه بولې غلام ده دا ارباب به څه وي

چی دحــق لاري اواسلام لپاره لوست نـوی کی
چی څوني لولی پایده نکړی داکتاب به څه وي

شاکراغاکه دنامه لپاری کړی بـدیل بی ونه مومی
در نه راضی چی سبحان نسي داثواب به څه وي

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago