( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 месяца, 2 недели назад
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 недели, 3 дня назад
امارتي اسلامي افغانستان
راته ګران دا خپلواکي افغانستان
مسلمان او غیرتي افغانستان
پاکه ربه ته یې تل لرې سر شار
د عمر او دمنصور د لاس یاد ګار
بیادي نشي د خزان غېږ کي حصار
له ننګ ډک دا قرباني افغانستان
پر موږ ګران دی موږ ساتو یې هرزمان
ورته غوښي او هډونه مو قربان
محترم دی پره کوو یې هر ارمان
ده جنت جنت غازي افغانستان
هر سرزور ته لکه تندر او طوفان
وي همیش دي په زلمو باندي ودان
په نړۍ کې داسي لوړ دي وي روان
دا خمار او دا قوي افغانستان
نه غلام شو نه دچا به شي غلام
په رګ رګ کې یې جذبه شته ده اسلام
ربه روغ یې لرې مه یې کړې ناکام
برخمند له ازادي افغانستان
شین زرغون دي وي زموږ لیمه چشمان
دا جانان جانان وطن پر ټول جهان
کور د امن او سکون د هر افغان
مهاجره جهادي افغانستان
عبدالباقي مهاجر
ازاد اوســــه ملتــه دهــــیواد پــه لر اوبـــر
خپلواکه نورګرزیګی بس نور ختم شوخطر
الله پاک په نصرت بیه ساتي دیـن اوهیواد
فاتـح دخــــراســــان ملایعقـــوب ابــنِ عمر
وطن کی مــــو 40کالــه جنګونه وو بیـحده
یوداسی انقلاب ووټـــول غمونـه وو بیحده
کفارو یــــرغل کـــړی وو زخمــــونـه بیحده
دکنډو یتـــیمانــــو تـل اهـــــونه وو بیـحده
هیوادباندی مـــو هرلوری ظلمونه ووبیحده
دفاع کړي دهیواد نن په قیــمت دمال اوسر
لرو بدري قطـــعه اوورسره فاتـح ځواکونه
سمبال په پندهنردی توروشپوته مشـعالونه
طاقت یئ پولادی دی اوڅپیڅلی ایــمانونه
ښکلادامـــــــارت ده هیبتی ښکلي فــوزونه
بس هرغلیم دښمن ته ورکوي تل شکستونه
الله دی تل کامیاب لري دشیخ صاب عسکر
افغان غیور ملته ټــول قومونه سره یوشی
پښتون تاجک ازبک وغیرزړونه سره یوشی
خدمت وکړی وطن ته ټول ګلونه سریوشی
نظام نه ملاتړ وکړی غیرتونـــه سـره یوشی
دکفر مقابـــــل ته غــــوزنګونه سـره یو شی
په تاسو ښـــــه ښکاریګی دازموږه حق ډګر
الله دی تل ژونــدی لــــري ملاصاحب برادره
سالار دفــــدایانــــــو حقـــاني مو دزړه سره
عباس استانکزی ملا حســـن موخـــوږ دلبره
داسترستر عالمان دی تـــل ودان وي دممبره
ساتلی یئ همیش چــی دی ممبراوخړسنګره
ګران شیخ هیبت الله دی په نړکی ستررهبر
هلال نجرابــي تل پـــه شهیدانو افتخار کړم
زانونه یئ قربان کړل په غازیانو افتخارکړم
په مینه یــئ ستایم په ګل افتخار کړم
په اور چی لولپه شول فـــدیانو افتخار کړم
رښتــــــینی ملګان په طالبانو افتخارکړم
نن هر یو غازی ګران دی راته ډیرزیاد بختور
هلال نجرابي
رب دې ټول کړي پر يوۀ دستارخوانۀ نور
که تاجک دي که اوزبک،که پښتانۀ نور
د جنګونو مخ دې واوړي ترې ټول عمر
خاوندان دې شي د امن ژوندانۀ نور
رڼې اوښکې دې بيا نۀ څڅوي خدايه
سر دې نه ږدي هېڅ افغان په زنګانۀ نور
خزانونه دې له کلي کډې بار کړي
پسرلي دې شی پر مونږه مېلمانۀ نور
دا سرتورې کونډې، بورې ټیکري غواړي
غم په کار دی د يتيم د ګرېوانۀ نور
د سُکون چترۍ پرې وغوړوه ربه
مقدام خلاص کړه د غمو له بارانۀ نور
مقدام
ګــارو او غـــارونــو کــې چـا نـه پرېښود
تـــورو ګـــړنـګــونـو کـې چــا نه پـرېښود
ګـرځـي کــه طـوطـي پـه جــنــتــونـو کې
هـا مـلنـګ چې غرونو کې چا نه پرېښود
غـېـږه کـې آسـمـان پـه مـیــنـه واخیستو
د ځـمـکـې لاسـونـو کـې چـا نـه پـرېښـود
مـیـنـه یـې پـه زړونـو کـې ژوندۍ پـاتـې
کـلـیـو او ښــارونــو کـې چـا نـه پرېښود
نوم یې په تاریخ کې لیک د ویاړ په حیث
کـوم نـوم چـې نـومونو کې چا نه پرېښود
و ســاتــه مـنــګی لــیـلا کـه خپـل ســـتـــر
هــســـې ګـــودرونــو کـې چـا نـه پـرېښـود
شتـه وو! بالاګانې پرې ړاندې کړې خدای ج
ګل پـه وربـــلــونـــو کـې چـا نـه پـرېــښــود
غواړم یې نـصـرت مـنـګـل د پـښـو خاورې
پل یې چـې ډاګـونــو کــې چـا نـه پرېښود
نصرت
غزل
د اغزو منځ کې مُنحصِر لکه ګلاب ښه ښکاري
ناصحه پرې یې ږده باغي له انقلاب ښه ښکاري
چې د حُریت وینه یې ګډه وي د تن رګو کې
هر مستکبر ته د هغو په ژبه ځواب ښه ښکاري
په ایماني زېور سمبال دی مادیات څه معنی
د وخت د هر جابر په سر باندې عذاب ښه ښکاري
چې د بیستر په مرګ شرمېږي عیب پېغور یې ګڼي
داسې روڼ آندی د امت هر یو شباب ښه ښکاري
دعوه د امن دې نور نه کوي بدرنګه نړۍ
دې غیر مذهبو ته ترې هم نور اجتناب ښه ښکاري
د پاک قرآن او د اسلام دا مدافع ط،الب جان
لاس کې یې توره، په آس سپور پښه په رکاب ښه ښکاري
چې د جواد وروستی سفر وي هر څوک داسې وایي
په وینو سور په لمبو سوی او کباب ښه ښکاري
جواد
غــــزل
په ملا مات کړمه ده ستا د بیلتانه زور
نور ختلی دی پوره زَما د زړه زور
جدایي نه ده دې مرګ ده نیمه څَکه
کله وَځي څوک ژوندي له دې درانه زور
د غَربت ژوندون په نن وخت کې هم سخت دی
مونږ لیدلی د همدغې ژوندانه زور
که غریب له لوږې مړ شي پروا نشته
خو په خان د نه ورځي د تاوانه زور
زه د مړ شم خپل جانان ته په پردیس کې
وردې نشي نه خدایه هیڅکله په ده زور
د خندا تمه اوس مه کړه هغه نه یم
پخوانی نه یم اوس نه لرم هغه زور
چې کړې مینه ګیلې مه کړه غلی کینه
چې یې نه لرې مخبت وردګه ته زور
مخبت وردګ
غزل
بي له تا په دې دنیاکي څۀ یمه
هڅ یمه سپېرې خاوري لا نۀ یمه
روغ زړګی مي ستا فراق کي وچاودو
مات لالیه! ستا له بیلتانۀ یمه
زیاتي شوې ډیوې دناهیلۍ ګوره
تاپسي په درد پوښلی زۀ یمه
اوسمه د ژوند اخیري حد کي نور
زه پڅیر د اوښکي په باڼۀ یمه
هیلي مي په تا پوري تړلي دي
ستانشتون کي مړ شتون کي دي ښۀ یمه
یار چي داغزل مسروره! واوریدو
پوه شو چي په زړۀ کي ورته زړۀ یمه
مسرورغزنوي
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 месяца, 2 недели назад
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 недели, 3 дня назад