جهادي عمري

Description
وخت په وخت له نویو اشعارو سره!
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 7 months ago

نوې غزل!

مړاوی لونګ یمه، د یار د وربل بوی غواړم
ماشوم هوس یم، لېونی - لېونی خوی غواړم

خمار مې هره ورځ ماتیږي د یارانو په نوم
زه د انګورو اوبه نه غواړم هغوی غواړم

زما د صبر ماتو څانګو، که غوټۍ وکړلې
د زندګۍ تاوان به خامخا له دوی غواړم

ته پرې راځه ستا تر قدمه لاندې ماتې ښې دي
د زړه اوبه ـ اوبه پولۍ د تا په روی غواړم

ما عمري د غزل توري په شبنم واړول
اوس مې غزل د هر موسم په ګل کې توی غواړم

محمد حسن عمري

1 year, 7 months ago

نوی ترنم!
**زړه مې درد کوي او ریږدمه ویده شم
اشنا یاد کړم که یې پریږدمه ویده شم

ترنم: طالب حذیفه عابد
شاعر: محمد حسن عمري**
https://t.me/Jihadi_Omari

1 year, 7 months ago

الحمدلله، د غزې لپاره د اوربند اعلان د خوښۍ لوی زېرى دی. دا د غزې د مظلومو مسلمانانو د صبر، مېړانې او قربانیو ثمره ده. الله تعالی دې دا اوربند دایمي کړي، مسلمانان دې یو کړي، او فلسطین ته دې ازادي وبښي.
الله تعالی دې د غزې قربانۍ د ټول امت د بیدارۍ او کامیابۍ وسیله وګرځوي، امین.

1 year, 8 months ago
داسې نوم مې په تاریخ کې …

داسې نوم مې په تاریخ کې درته پرېښود!
چې پرې هسکه به د ټول اسلام غړۍ وي

په لمدو غوښو مې سره اورونه بل شول
محمد رسول الله ته دې ډالۍ وي

??

1 year, 9 months ago

د شام اتلانو ته نذر!

د تروږمیو مسافر سبا ته ورسېدل
وږمه، وږمه لکه د ګل هوا ته ورسېدل

دوی په ډېوو پسې روان د ازادۍ پتنګان
د مرګ په غاړه د ژوندون رڼا ته ورسېدل

د ازادۍ پولۍ یې غلې، غلې ماتې شولې
او په ژړا، ژړا، ژړا خندا ته ورسېدل

پۀ ابریهه یې لکه غرونه کاڼي وغورځول
د ابابیل لښکر ، د وخت بلا ته ورسېدل

له بدرنګیو نه یې ښکلی بغاوت کړی وو.
ښکلا پلوي، اخر هم ښکلا ته ورسېدل

د جبر سرې غرمې یې طی کړې، یبلې پښې حسنه!
دا لارویان څه په تکلیف معنا ته ورسېدل

محمد حسن عمري

1 year, 9 months ago

د شام اتلانو ته د جهادي عمري نوې کرښې.

1 year, 9 months ago
جهادي عمري
1 year, 9 months ago

نوې غزل

پاتې څۀ دي پۀ باور او اعتبار کې
آئینه څۀ وي د کاڼو پۀ بازار کې

مومن لاره طی کوي د خدای د مینې
څه که پښې یبلې روان وي په انګار کې

د اقصـ..ـی له منارو نه حیا راشي
د لونګو بوټي نه ږدمه دستار کې

اذیت د بیلتانه کډه لېښلې
مینه ورکه شوه، د ښکلو په دیار کې

پسرلي د فکر دښته کې ودان کړه
ځان به وګورې د ګلو په قطار کې

شیطاني فکر به اور واخلي حسنه!
که زاهد زُهد ثابت کړي په کردار کې

محمد حسن عمري

1 year, 9 months ago
ګرانو مینوالو!

ګرانو مینوالو!

له دې وروسته به په د ګلبڼ زمزمې کانال کې یوازې لیکلي شعرونه نه، بلکې وخت نا وخت غږیز آنلاین لنډکي ترنمونه هم درته نشروو. ستاسو له پاملرنې او ملاتړ سره به دا نوښت لا بریالی شي. مهرباني وکړئ، زموږ صفحه تعقیب او نشر کړئ ترڅو نور هم له دې ښکلي هنر څخه برخمن شي.

په درنښت،
د ګلبڼ زمزمې ټیم

زمونږ لینک!????
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v

1 year, 9 months ago

غزل: محمد علیم بسمل

زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي

د ګلبڼ زمزمې. (288)

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir