عبدالباقي :مهاجر

Description
دلته به تاسو ته وخت پر وخت ليکل شوي اشعار او د خوږ ژبو ترانه ویونکو ترانې درته وړاندې کوو؛ ملتيا مو وکړئ
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 1 month ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 2 weeks, 6 days ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 month, 1 week ago

1 year, 1 month ago

مینه چې له ګران رسول الله سره وي مینه ده
مینه چې د حسن له باچا سره وي مینه ده

مینه مجازي خو تباهي ده هلاکت دی
مینه چې د مینې له اشنا سره وي مینه ده

مینه خو سپېڅلې تر جنته سیده لاره ده
مینه چې محبوبِ مصطفی سره وي مینه ده

مینه چې کوي څوک نو دې مینه حقیقي وکړي
مینه چې نبي خیرالورا سره وي مینه ده

مینه د الله او د الله د رسول مینه وي
مینه چې د مینې له پیشوا سره وي مینه ده

مینه د علي او د صدیق عمر عثمان سره
مینه چې یارانو د آقا سره وي مینه ده

مینه مهاجره د ثواب وکړه دا ښه وکړه
مینه چې امام الانبیاء سره وي مینه ده

عبدالباقي مهاجر

1 year, 1 month ago

له فردېسۍ مې خوله په تاپسي وتلې ښه ده
د زړه دنیا مې هم ناښاده نړېدلې ښه ده

سترګوکې اوښکې زما د مات زړه تائدي ورکوي
د اظهار دغه مرحله مې شرمېدلې ښه ده

زه ملامت یم چې د هر چا لاس نیوی کومه
زندګې ټوله مې د عشق اورکې سېزلې ښه ده

پر تا مې نه دی پیر زو یو الزام یو درد جانانه
پر ما د غم او د فراق څپه راغلې ښه ده

ته دي باچایې ته دي کم مشې ګلابه یاره
ماته کیسه د مینې داسي ژړېدلې ښه ده

مهاجر چُپ چې یم سکوت چې یم څه نه وایمه
بس ستا ومخ ته مې داخوله داسي ګنډلې ښه ده

1 year, 1 month ago

غـــــزل

څه بې خوند مازدیګرونه مې نصیب شو
څه خپه خپه وختونه شو باداره

د یو چا دوصال سیورې ته به ناست وم
څه نیمګړې دیدنونه شو باداره

نه مې درد نه مې هجران وو نه غمونه
خاورې خاورې ارمانونه شو باداره

په لمر مخو ګلابونو کې مې ژوند وو
څنګه تش ډک محفلونه شو باداره

تنها اوسه مهاجره زړه کړه صبر
ابد مړه بل څراغونه شو باداره

1 year, 1 month ago

غزې ته

درتللی نه شم ما معذور وګڼه
غزې همدا سوال مې منظور وګڼه

ضمیر مې مړ دی او وجدان مې مړدی
بښنه غواړم ما مجبور وګڼه

ستا لولپه وجود مې ډېر زوروي
ما تر هرڅه مخته رنځور وګڼه

ستا د معصومو بچو چیغي اورم
ماتش کالبوت اوتش انځور وګڼه

څه بهانه به مهاجر وکړمه
غافل یم دغه مې قصور وګڼه

1 year, 1 month ago

غـزل

دا زړونه له سینو چې تښتوي دا خلک څوک دي
خنجر خنجر تېره باڼه لري دا خلک څوک دي

دا خلک ولې دومره رحم نه لري په زړوکې
لا څو به یې په جبر درد دوې دا خلک څوک دي

انصاف خو بالکل نلري چې ولې زړونې تور دي
دا ولې داپه څه ازاروي دا خلک څوک دي

توبه توبه د نن عصر د مینې له یارانو
کرار کرار دې سترګې ژړوي دا خلک څوک دي

د مات وجود د ننه چې دې هیلې په اور سوځي
سکر وټې په پر هر چې درته ږدې دا خلک څوک دي

بې حده لوی عذاب لري دا کړنې ستمګرې
چې زړه د مهاجر پرې زوروي دا خلک څوک دي

1 year, 1 month ago

د قوشتېپې د شنو اوبو راته ګټمنې کیسې
جانانه وکړه د سالنګ د رغونې کیسې

خوله دې را وسپړه د ګران وطن په اړه وکړه
د پر مختګ او ازادۍ ښه منظمې کیسې

د موجوده نظام سر لارې پام او خیال به کوې
خولوکې ور ورکې د ولس کړه ګیلمنې کیسې

دلته د ګران هیواد په سپینه شهذاده لمن کې
وه یو او بل ته وکړئ ټول د لورونې کیسې

شکر د خدای ادا کړئ امن مو شیرین هیواد شو
نن نه د بم شته نه ټوپک نه د بنګنې کیسې

رب مو دې نه ښادوي کړم که مهاجر په ژوند کې
د خپل شیرین نظام په اړه زهر جنې کیسې

1 year, 2 months ago

اوس مو هیواد کې امنیت دی جنازې نشته
اوس جنګ جګړه نشته بمبار نشته چاپې نشته

اوس د اشغال ټغر ټول شوی دی الحمدالله
اوس د شین سترګو شور ماشور دار زولنې نشته

اوس د خپلواک ژوند څښتنان یو حاکمیت زموږ دی
اوس امارت دی د سر زورو دسیسې نشته

اوس له ممبر او له دفتره حق اواز را خېږي
اوس د باطلو او زور واکو ورځې شپې نشته

اوس له کابل تر کندهاره امن امن خپور دی
اوس د وطن په غېږ کې واک د امریکې نشته

اوس مهاجره بیغمي ده غم او وېره نشته
اوس پر سرونو د ولس ډار او خطرې نشته

1 year, 2 months ago

غــــــــــزل

باید هرچاته وکړو ښه په حوصله خبرې
ښه پر اوصولو برابرې په تکیه خبرې

د یو نظام او یو هدف یو څه پر دې خونه یو
چې یو او بل ته کړو په جوش او په جذبه خبرې

راشئ په جار اوپه قربان وه یو اوبل ته ږغ کړو
تر منځ کړو ورکې بې معنیٰ ایله ایله خبرې

زرین تاریخ لرو باید تاریخ بدنام خو نکړو
ولې به بدې سره کړو بدې پرڅه خبرې

دښمن ته مه ورکوئ دومره موقع شې چې کامیاب
خبرې وکړئ خو په تول باندي پوره خبرې

چې مهاجر مې په باب ولیکې شانداره غزل
تاسو خاموشې کړئ په خولوکې خساره خبرې

1 year, 2 months ago

وطني غزل

قدر یې وکړئ قدر من هیواد دی
له سروګلونو ډک ګلشن هیواد دی

د شهیدانو په سرو وینو جوړ دی
د قربانیو انجمن هیواد دی

د احمد شاه او د عمر ټاټوبی
د هر افغان زړه او مسکن هیواد دی

تجربه شوی دی څو واره په جنګ
زموږ ټکور زموږ خپل تن هیواد دی

په ډېرو سترو نظرانو پوښلی
شین او زرغون لک چمن هیواد دی

اوس مهاجره غم او درد نلري
اوس له خوښیو بر خمن هیواد دی

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 1 month ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 2 weeks, 6 days ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 1 month, 1 week ago