⊂≪شـــــــرنــــــــګ≫⊃

Description
شــــرنــګ
څه چې وینم
څه چې حس کوم
څه چې می خفه کوي
څه چې مې خوشحاله کوي
څه چې د بیا ژوند کولو همت راکوي
ټول دلته تاسو سره سره ټکي په ټکی شریک کوم

شرنګ کانال به ستا دفکر او ذوق لیکنۍ تاسو ته پورته کوئ هیله کوم ستاسو شتون په شرنګ کانال کې ډیر مهم او اړین
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

3 weeks, 1 day ago
1 month ago
**خبری...

**خبری...

سلام ..!
وع سلام ..!
څنګه یی ..؟
نور تمثیل نشم ڪولی ..!
د سه ..؟
چی ووایم ښه یم ژوند ښه تیریږی..!
نو څنګه یی ..؟
لڪه خزان وهلی ونه ..!
چا پسی خفه یی ..؟
هممم..!
څوڪ وه سه دی ڪیده ..؟
ساه می ..!
هغه خو تللی ڪنه ..!
هو، زه هم پسی وفات شوم ..!
ته ولی دومره ناهیلی خبری ڪوی په تا سه شوی دی ..؟
ما ڪی غمونه دی بی غمه یاره ..!
زمونږ خو شپه شفاخانه ڪی ده، خو ته ولی تر دا ناوخته ویښ یی ..؟
نشم ویده ڪیدلی ..!
ولی ..؟
عادت شوی یم ..!
دا سنګه عادت دی له ڪومه دی زده ڪړ ..!
هغه چی لاړه هغی ..!
سنګه ..؟
هغی به د درواغو د مینی تمثیل ڪاوه او ما به یی د زړه په سترګو تماشه ڪوله ..!
ته لیونې یی ..؟
هو، د هغی لیونی ..!
خو سه فایده چی غم ڪوی، ځان ته تاوان رسوی ..!
پوهیږم، خوو ..!
خوو، څه ..؟
هغی به هر وخت ویل پر ځان دی پام ڪوه ..!
یعنی اوس یی نه ڪوی ..!
ناااا ..!
دنیا لویه ده، د هغی نه ښڪلی به پیدا ڪړی ..!
ماته، ډیره تنګه ده، د ژوند مثال می د چنجی ګیم غوندی شوی ..!
سنګه ..؟
سومره چی لویږم مشڪلات می زیاتیږی ..!
هغه هیره ڪه ..!
هیروم یی ..!
افرین، ڪله ..؟
ڪله چی زما د نوم سره وویل شی،إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ
ته ښه نه ڪوی ..!
پوهیږم ..!💔😞

زه نه غواړمه، نوره خوشحالی پروردیګاره..!
بس واخله ڪنه مانه، زنده ګی پروردیګاره..!

بوج شوی ده، په ما، خپله ځوانی پروردیګاره..!
حلاله ڪه په مونږه، خودڪُشی پروردیګاره..!**

1 month ago
**دا ولولۍ حتمن مرسته درسره کولای …

دا ولولۍ حتمن مرسته درسره کولای شي:
د مطالعې ځای (مطالعه کولو لپاره ځانګړی چاپېریال) باید داسې جوړ شي چې ذهن ته آرامتیا ورکړي او د تمرکز لپاره مناسب وي. دلته ځینې مهم ټکي دي چې د مطالعې ځای په جوړولو کې مرسته کوي:
روښانتیا او رڼا
• د مطالعې ځای باید ښه طبیعي یا مصنوعي رڼا ولري. د کړکۍ تر څنګ مطالعه کول د طبیعي رڼا له امله غوره دی. که مصنوعي رڼا کاروئ، د سترګو آرامتیا لپاره نرم او مستقیم څراغ غوره کړئ.
آرام او خاموش چاپېریال
• داسې ځای وټاکئ چې د شور او ګډوډۍ څخه لرې وي. یو خاموش چاپېریال د تمرکز زیاتولو کې مرسته کوي.
د منظم ځای جوړول
• مطالعه کولو ځای باید پاک او منظم وي. ټول اړین مواد لکه کتابونه، نوټ بوکونه، قلمونه، او نور په لاسرس کې وي ترڅو د مطالعې پر مهال وقفه رامنځته نشي.
آرامه څوکۍ او میز
• د بدن د راحت لپاره د یوه آرامه څوکۍ او مناسب میز لرل اړین دي. ناسم وضعیت د اوږدې مطالعې پر مهال ستونزې رامنځته کوي.
له ګډوډو عناصرو څخه مخنیوی
• د موبایل یا نورو برښنايي وسیلو کارونه چې حواس مختل کوي، باید محدود شي. یوازې د مطالعې اړوند وسیلې وکاروئ.
د مطالعې لپاره ځانګړی ځای
• یو ځانګړی ځای چې یوازې د مطالعې لپاره ځانګړی شوی وي، د ذهن تمرکز زیاتوي، ځکه چې مغز دا ځای یوازې د مطالعې سره تړلی ګڼي.
مناسبه هوا او د حرارت درجه
• د مطالعې ځای هوا باید تازه وي. یو ښه چاپېریال د ذهني او فزیکي آرامتیا لپاره اړین دی.
د الهام او خوښۍ عناصر
• ځینې خلک خوښوي چې د مطالعې ځای ته الهامي عناصرو لکه ګلان، انځورونه، یا کتابونو ښکلي پوښونه اضافه کړي چې مثبت احساس ورکوي.
د اوبو یا چای شتون
• د مطالعې په اوږدو کې یو ګیلاس اوبه یا چای کولی شي ذهن تازه او ځواکمن وساتي.
د وخت پلانونه
• د مطالعې لپاره مهالویش جوړ کړئ او د دې وخت په جریان کې په ټاکلي ځای کې اوسېدل عادت کړئ.
یو مناسب مطالعې ځای کولی شي ستاسو د لوستلو وړتیا او د زده کړې مؤثریت په پراخه توګه ښه کړي
.

1 month ago
د ژمې شپو کې:

د ژمې شپو کې:

کیسې وکړئ!
مطالعه وکړئ!
نوټونه واخلئ!
کوم انلاین یا نوی کورس پیل کړئ!
پر خپلو اینده پلانونو متمرکز پاتې شئ!

هسې یې مه تېروئ 😊

موږ سره "وخت" کله ــ کله ډېر زیات وي، خو موږ لټي کوو.

#افغانستان #اقتصاد

1 month, 2 weeks ago
‏زه او ته

‏زه او ته

ته په ګران بیه روغتون کې و زیږېدې، زه په کور کې؛ مګر دواړه ژوند کوو.
ته پر نرم بستر خوب کوې، زه پر ځمکه؛ مګر دواړه خوب پوره کوو.
ته خوندور شربت څښې، زه اوبه؛ مګر دواړه خپله تنده ماتوو.
ته کباب شوې غوښه خورې، زه وچه ډوډۍ؛ مګر دواړه مړېږو.
ته ګران بیه جامې اغوندې، زه يې له ساده ټوکره جوړوم؛ مګر دواړه زموږ وجود پټوي.
ته په مستريح موټر کې ګرځې، زه له ګڼې ګوڼې ډک بس کې ځم را ځم، مګر دواړه خپل سفر پوره کوو.
ته...
نو زه ولې په تا وسوځم؟
ولې له خپله ربه ګیله وکړم؟
بېشکه، چې ژوند موږ ته د غمجن کېدو زر پلمې را وړاندي کوي، مګر موږ ولې غمجن شو؟
زه باور لرم، چي زما الله زما مل دی.
ته بس د خپل رب شکر ادا کړه، د همدې یقین او باور سره وړاندي ځه، چې ته یوازې نه یې، د ژوند پر هر ميدان د هرې ستونزې څخه د خلاصون او نوي لارې د پرانستلو له پاره ستا رب ستا ملتیا کوي.

یا رب جل جلاله ته مه راڅخه نا راضه کېږه🤲
زه درڅخه راضي یم ❤️

#عابدالله_ګران
#مونږ_او_مونږ

1 month, 3 weeks ago
1 month, 3 weeks ago
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago