@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir
لایک مه هیروي ملگرو❤️❤️
گلاب وکــرم اغـــزي تری ټولومه
پر دي کار باندي برسیره خاموشي
خاموشي مي ستا له شنڋو ده زدکڔي
اوس هروخت ده راچاپیره خاموشي
هیوادونه مي په تاپسي لټ پټ کڔه
ماته راله له واشیره خاموشي
زما یو څو بیتونه په مشاعري کي
یوڅه ووایه دستڔي ژوند انځوره
لږ ارام ســـــــه دزڔگي ټپه ناسوره
هغه څوک دی چي وتاتي درد بخښلی
هغه څه وو چي ومرگ دي کڔي مجبوره
خدایه مکڔي یو لاس بل لاس ته محتاجه
دمخلــــــــــــص هروي ژوند داور تنوره
م مخلــــــــــــــ هروي ــــــــــــص
په مرموزه توگه مه وایه ناپو یم
زه پخپله بی ســــواده له کلو یم
ماشوبتوب کي مي دچا سترگي لیدلي
پرمین یمه اخته یي په فــکرو یم
څه احساس وکم دیار په جدایي کي
څه قصمت مي دی بدنام په تهمتو یم
چا راکڔي درد دچـــــا له گیــــلمن یـم
رحم وکڔي پاکه ربــــــــــه په توبو یم
زه دکمي زمـــــــــــاني غیږکي پیدا یم
زه دکمي زماني څـــــــــــخه په تلو یم
دا قصمت به مي تر کمه حده کش کڔي
زه مخلص هـــــــ.روي چاته په گیلو یم
م م خ ل ص ه ر و ی
داچي پوره ندی ارمـــان بالایه څه کوومه
که چا راڅیري کی گریوان بالایه څه کوومه
موږ خو په پخــپلو عقیدو آن ترجنته ولاڔو
که څه هم تور دی قبرستان بالایه څه کوومه
سپوږمۍ که لوڔه ده رڹا یه آن تر ځمکه رسي
که څنگه ته نه راځي جانان بالایه څه کوومه
موږ که په پخپل وفاداري کي خپل جیبونه خرڅ کڔل
ده که پیــــــدا کڔه نور یاران بالایه څه کوومه
جهان واوره موږ په حرب وضرب کي ښه کڔه یو
که جنــــــــــگ ته راله طالبان بالایه څه کوومه
خوشبو خوشبو جنت جنت وطنه تا ساتمه
مخلص هروي دي قربان بالا یه څه کوومه
م مخلص هروی
زڔه مي دمیني لوي بازار سو
پکښي غمونه اودردونه خرڅیږینه
طالب دهــــــغه زلمــــي نوم دی
چي دین هیواد دزڔه په وینه ښادوینه
غمه تر کمــــــــه راســــــره یی
دا وعده وکه چـــــي بیا تا نه ژڔومه
دښکلي توري سترگي ښه وي
کج باڹوگاني پر زڔه غشي وریوینه
دکم گڔنگ تر شاه شهید سوي
قبر دي ورک دی اوس دي یاد تازه کوومه
ترخي شیبي مي زڔه ته رالي
اوس پکښي گرځم ستا شیبه پیدا کوومه
مخلص هروي ستا زڔه مات دی
دا کم حیات دي چي زڔگی دي ماتوینه
مخـــــــــــــــــ هروي لـــــــــــــــــص
یحی السنوار تقبله الله
زه ۵۹ کاله یم زه داخوښ کڹم
چی الله ته ددښمن په لاس شهید ورسم
اوددښمن په میزایل یا بمبار کي ووژل شم
نه داچي په کورنا یا دزڔه په حمله یاسکته یی مغزي یا ترافیکي پیښي کي ووژل شم
دامت ستر رهبره الله دي جنة الفردوس نصیب که
الله دي ټول خدمتونه قبول اومنظور وگرځوي
امین امین
لا مو تر اوســـه دسنــگر گردونه ندي قرار
لا عقیده کي تر دا اوسه سـم پاخه پاته یو
واک مو په لاس کي رسمیت ته دچا تږی نه یو
دین او هیواد ته په پوره ژمنه سیده پاته یو
که ورورولي که دښمـني ده عنــدالله مو کڔي
د څه په ننگ چي یو راغلي سم رشتیا مو کڔي
موږ دقرآن او دحدیثــــــــو پل پر پله پاته یو
د فقیرانو په شان نه یو چي لاس بل ته نیسو
دملـــــــنگانو په لبــــاس کي زڔه اجل ته نیسو
داحقیقـت دی چــــــي اولس لره لیمه پاته یو
په ڔندو سترگو چي یو څوک پرموږ نیوکه کوي
ژبـــــي دځان نـده چــــي دا خبره ســـــپکه کوي
دهر مـــــــــغرور قوت ومخته صاعقـــه پاته یو
موږ دپنځـــــه زره کلــــــن تاریخ ســاتلی دلتــه
افغانســــــتان دي هر زلمیـــــه نومــــولی دلتــه
څوک چي راغلي بیرته تلو ته یه درانه پاته یو
مجاهـــــــــدین یو خپــل هیواد کي اتحاد لرو
موږ حق پرســـــــته یو دحـــــق وطن اباد لرو
مخلص هَروي ستا وســـترگو ته پاڹه پاته سو
م مخـــــــــــــــ هَروي ـلــــــــــــص
دزڔه درده بیـــخي ووتــي له زغمه
بس دی پریميږده تنها د جانان غمه
ته غالب یي زه مغلوب لا تسلیم نه یم
اوښکي اوښکي در پســي یمه صنمه
لږ مي پریـږده په قرار لمن دي نیـــسم
څه له ژونده دي ایستلی یم ســـــیتمه
دگلاب زندگي څـــــــــومره مخــتصره
دچنار په شان لوڔ نه ســــــوي محترمه
خیر زڔگیه له دنیــــــا نه گــــــیله مـکڔه
زه ترتـــــــــــا لا یوقــــــدم یـــــم مقدمه
د مخلص هَروي ژونده بهــــار نه ســـوي
څه په پټه رانه تیر ســـــــــــــوي مکرمه
م مخـــــــــــــــ هروي لـــــــــــــص
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir