داسلامې مطالبو سرچینه❤️

Description
د اسلامې مطالبو چینل کې یوازي اسلامې نشرات ترسره کیږی
حدیثونه
د قرانکریم مبارک ترجمه
اسلامې علماوو وینا وي
او داسې نور اسلامی معلومات
در کانال جهان اسلام تنها نشرات اسلامی میشه
خدیث ها پیامبر (ص)
ترجمه قرانکریم
سخنان های علمای اسلام
معلومات دیگر اسلام
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

3 days, 22 hours ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دبل په نسب کی طعن بیانول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بل په نسب کی طعن بيانول یوه کبیره ګناه ده او لوی جرم دی، بلکه اکثر په بهتان باندی مشتمل وی، او د الله په وړاندی دا بد ترین جرم دی.

الله جل جلاله فرمایی :( وَالَّذِينَ يُؤْذُوْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا)(الاحزاب: (٥٨).

او کوم خلک چه مومنانو سړو او مومنانو ښځو ته په غير د څه قصور نه ضرر رسوی، دوی بهتان تړی او دَ ښکاره ګناه بوج اوچتوی.

(۱)-په نسب کښي طعن بيانول د جاهليت د کارونو نه دی:

د ابو مالک الاشعرى رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمایی : رسول الله ﷺ به فرمایل : څلور کارونه زما په امت کی د جاهلیت د کارونو نه دی هغی لره نه پریدی، د خپل پلار په کارنامو فخر کول د بل په نسب کی طعن او عیب بیانول، په ستورو باندی د باران طلب کول او په مرے باندی ویر کونکی.
(اخرج مسلم،وابن ماجة:).

(۲)-د بل په نسب کښے طعن بيانول كفر دی:

د بل په نسب کی طعن بیانول دومره لویه ګناه ده چه ديته كفر ويل شوی دی او شریعت کی کله ډیری لوی ګناه ته هم کفر ویل کیږی.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روايت دى هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی : دوه کارونه زما په امت کی دی هغه کفر دی، یو د چا په نسب کی طعن بيانول او بل په مړی باندی ویر کول.
(رواه مسلم (۶۷)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژیے عبادتونه او گناهونه

4 days, 20 hours ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۳)آخره برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۷)-په غسل خانه يا حمام کې دبولو څخه ځان ساتل:

د عبد الله بن مغفل رضى الله عنه څخه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم ددي څخه منع کړی ده چې يو
سړی دی په حمام کي بول وکړي،[اخرجه الترمذي وصححه الالباني في صحيح الجامع رقم / ٦٨١٥/]

نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددي نه چې يو سړي دی په غسل خانه کی بول وکړي[ابوداود /۲۸/ وصححه الالباني في صحيح ابي داود/٢٢/]

(۱۸)-په ولاړو اوبو کې متيازي نه کول:

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبی صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلی ده ددی څخه چې یو سړی دی په ولاړو اوبو کې بول وکړي .[مسلم /۲۸۷/]

(۱۹)-) په ګودر کې دقضائی، حاجت څخه ځان ساتل:

دمعاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمايلي دي ددريو اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ په ګودر کی قضاء حاجت کول په عامه لاره او په سیوري کې[رواه ابوداود وابن ماجة حسنه الالباني]

(۲۰)-) داستنجا نه روسته لاس نه دبدبوی ختمولو لپاره لاس په ځمکه مږل:

ابوهريرة رضى الله عنه فرمائی: چې نبی علیه السلام چې کله به قضاء حاجت ته تلله ما به ورته په مشکیزه کی او به راوړی هغه به استنجاء اوکړه او بیا به یی لاس په ځمکه مسحه کړو،[النسائي]

(۲۱)-داستنجا نه روسته خپل لنگ پرتوګ ته پوګنه اوبه ورشیندل کول:

ابن عباس رضى الله عنهما فرمائی : چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو ځل اودس وکړو نو خپل پرتوګ ته یی پوګنه وکړه[اخرجه الداري /۷۱۱]

(۲۲)-دخپلو بولو څخه ځان ساتل:

نبی علیه السلام دوه کسان دقبر په عذاب لیدلی وو نو ویی فرمائل دی یو کس دخپلو بولو نه ځان نه ساتلو[البخاری]

(۲۳)-د بیت الخلا ، نه د راوتلو په وخت کې ((غُفْرَانَكَ)) ويل :یعنی یا الله دتانه مغفرت طلب کوو.

احمد ابوداود وصححه الحاكم وابن خزيمة والألباني في صحيح الجامع

(۲۴)-او دادعاء ویل

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنِّي الْأَذَى وَعَافَانِي

ابن ماجة وصححه وكاني في السيل الجرار
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۳)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

5 days, 22 hours ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په خپل نسب فخر كول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شریعت ددی بدترین عمل نه منع فرمایلی ده او ددی وجه داده چه دا عمل د انسان نه د تواضع بهترین صفت ختموی په انسان کی د تکبر صفت را ولی او ددی په وجه باندی بیا بنده د الله بندګان سپک ګنی او نسبی تفاوت ته د توجه ورکولو په وجه باندی دتقوی او د مینی نه انسان غافل کیږی.

(۱)-قرآن كريم او نسبونو ترمینځ تفاوت:

قرآن کریم مونږه ته په خپلو تعلیماتو کی داخبره رازده کوی چه د نسبونو ترمینځ تفاوت ته توجه مه ورکوی بلکه تفاوت او فرق او بهتری د تقوی به بنیاد باندی ده.ټول مسلمانان ورونه دی د ټولو مسلمانانو اصل يو آدم عليه السلام دی او هغه د خاوری نه پیدا دی نسبونه او قبیلی صرف د تعارف لپاره دی.

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}[سورة الحجرات- آية (13)]

ای خلکو! مونږ تاسو د سړی او ښځی د ملاویدو نه پیدا کړی یی، او مونږ تاسو په قومونو او قبیلو کی ځکه ویشلی یی دی دپاره چه یو بل وپیژنی، بیشکه د الله په نیز په تاسو کی د ټولو نه زيات معزز هغه دی کوم چه د ټولو نه زيات پرهیزګار وی، بیشکه الله ډیر زیات پوهه د هر یو شئی خبر لرونکی دی.

(۲)-نبوي احاديث او د نسبونو ترمینځ تفاوت:

دغه شان احادیث د نبی ﷺ هم د نسب د تفاوت نه مونږه منع کوی او زمونږه توجه بنیادی مقصد ته راوړی چه هغه تقوی ده.

د ابو هريرة رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه چه په ټولو انسانانو کی عزتمند څوک دی ؟ هغه وفرمايل:د الله په وړاندی عزتمند هغه انسان دی چه هغه پدی خلکو کی ډیر تقوی دار دی.[(اخرجه البخاري: ٣٣٥٣).]

د ابو ذر رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : نبی ﷺ هغه ته فرمایلی دی : خبر شه بیشکه ته د هیڅ سور او تور نه غوره نه یی مګر که ته د هغه نه په تقوی سره بهتر شی).[(اخرجه احمد: ٥، ١٥٨،]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژبی عبادتونه او ګناهونه

1 week ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سر ويښتانو ځنې برخې اوږده پریښودل او ځنې خریل يا كمول حرام دی

ځکه چې ددې څخه منع شوي ده « انْ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ « نَهَى عَنْ الْقَزَعِ» "

ابن عمر روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له قزع څخه منع کړې قزح داسې چې د سر يوه برخه وخريلي او بله پريږدي نو داسې كول مكروه د سنتو خلاف دي مګر که د کافرانو او فاسقانو سره د تشبهه په نيت وي حرام دي.

قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله : " والقزع مكروه : لأن النبي صلى الله عليه وسلم رأى غلاماً حلق بعض شعره وترك بعضه ، فنهاهم عن ذلك .
وقال : (احلقوا كله أو اتركه كله إلا إذا كان فيه تشبه بالكفار فهو محرم
، لأن التشبه بالكفار محرم ؛ قال النبي ﷺ : ( من تشبه بقوم فهو منهم )
" انتهى .

ابن عثيمين رحمه الله وايي : قزح مكروه دى ځكه نبي صلى الله عليه وسلم يو ماشوم وليد چې ځني ويښتان يي خريلي او ځنې پريښي وو نو د هغه څخه منع کړ او ویې فرمايل : يا ټول وخريه او یا ټول پریږده . مگر که په دې د کفارو سره تشبه او مشابهت وي حرام دی ځکه د کفارو سره مشابهت حرام دی ، نبی صلى الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې کوم قوم سره مشابهت کوي نو هغه د هغوی څخه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه

1 week, 3 days ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پیغور ورکول کله د نسب د کمزوری په وجه وی کله د مال او دولت د کمزوری په وجه وی، او کله د یوی ګناه په وجه باندی وی چه هغه تری توبه ويستلی وی، اوکله د پلار نیکه د يو نقصان او کله د يو به صفت په وجه باندی وی.

پیغور ورکول یو نقصائی صفت دی چه قرآن او سنت کی د هغی نه منع شوی ده، او دایی د جاهلانو فاسقانو کافرانو صفت بللی دی.

ځکه شریعت اسلامی په نصیحت خیر خواهی او پرده اچولو باندی حکم کړی دی، او شریعت د پیغور او د چا په نقصان باندی د خوشحالیدو نه منع فرمایلی ده.

فضيل بن عياض رحمه الله فرمائی: مومن په مومن پرده اچوی د هغه خیر خواهی کوی، په هغه شفقت او رحم کوی او فاجر انسان د مسلمان پرده شلوی او هغه ته پیغور وركوي.

د عبد الله بن عمر رضى الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی : رسول الله ﷺ فرمایلی دی :ای د هغه چا ټولګیه چه هغوی په ژبه ایمان راوړی دی او ایمان یی لا زړه ته نه دی داخل شوی تاسو مسلمانانو ته اذیت مه ورسوئ او هغوی ته پیغور مه ورکوئ، او د هغوی په پټو عیبونو پسی مه کیږی ځکه څوک چه د مسلمان په عيبونو پسی شو الله به دده په عیبونو پسی شی، او د چا د عیبونو پسی چه الله شی نو هغه به د خپل کور په مینځ کی وشرموی.ترمذی

د پیغور ګناه د پیغور کونکی لپاره ده.

که یو سری چاته پیغور ورکړی نو د پیغور ګناه په دغه انسان باندی بارده.

دجابر بن سلیم نه روایت دی هغه فرمائی:نبی ﷺ په خپل نصیحت کی وفرمایل که یو کس تاته کنځل وکړی او تاته په هغه ګناه پیغور درکړی چه هغه ته معلومه وی ستا په باره کی، نو ته ورته په هغه ګناه پیغور مه ورکوه چه ته ئی په هغه کی پیژنی ځکه دا کار به ستا لپاره اجر او په هغه ګناه وی.
اخرجه احمد: ۶۳/۵، أورده الالباني في الصحيحة : ٧٧٠، وصححه في صحيح الجامع الصغير: (۹۸)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبی عبادتونه او گناهونه

1 week, 4 days ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دقضائی حاجت سنت (۲)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)-داری کاڼو څخه په کمو باندی استنجاء نه کول:
(۱۰)-په خوشائی استنجاء نه کول :
(۱۱)-په هدو کی استنجاء نه کول:
(۱۲)-په سکورباندی استنجاء نه کول:

د سلمان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی چې مونږه نبی صلى الله عليه واله وسلم ددی څخه منع کړی یو چی ددریو کاڼو څخه دی په کمو باندی استنجاء وکړو او یا په خوشانی او هډوکی باندی استنجاء وکړو[اخرجه مسلم(٢٦٢)]

عبد الله بن مسعود رضى الله عنه فرمایی:چي رسول الله صلى الله عليه واله وسلم منع کړی ده ددینه چې استنجاء وکړی شي په خوشایی یا سکور[ابوداود وصححه في صحيح الجامع /٦٨٢٦)]

(۱۳)-که د دریو کانو نه زیات ته ضرورت پیښ شی نو طاق عدد کانی استعمالول:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روايت دی هغه فرمایی چی رسول الله صلى الله عليه واله وسلم فرمایلی دی : څوک چې اودس كوي خپله پوزه دسون کړی او څوك چې په کاڼو استنجاء كوي نو طاق عدد دى استعمال کړي.[البخاري (٢٢) بحواله شاملة]

(۱۴)یا په اوبو استنجاء کول:

دانس رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی : چې نبی صلی الله علیه واله وسلم چی به کله بیت الخلاء ته داخلیدو نوما او زما په شان یو بل غلام به ورسره داوبو مشکیزه او امسا وړله نو په اوبو به ئی استنجاء کوله[البخاري (١٥١) ومسلم /٢٧٠)]

(۱۵)دخبرو څخه ځان ساتل اگر چی که دسلام جواب هم وی:

د ابن عمر رضى الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمایی : چې یو سړی دنبی صلى الله عليه واله وسلم په خوا تیریدلو او هغه بول کول نو هغه پری سلام واچولو نبی علیه السلام ورته د سلام جواب ورنه کړو.[اخرجه مسلم (۳۷۰)]

(۱۶)په لاره او دخلکو په سوری کې دقضاء حاجت نه ځان ساتل:

دابو هريرة رضى الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی تا سود دوه اسبابو دلعنت څخه ځان وساتئ صحابه کرامو عرض وکړو څه شی دی ؟ هغه وفرمايل: يو هغه کس دی چې دخلکو په لاره کې قضاء حاجت کوي او بل هغه كس دی چې دخلکو په سوری کی قضاء حاجت کوي ،

نوت:مطلب دسوری څخه مطلب سایه ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲۲)=درس نور بیا اِنْ شَاءَاللّٰهُ

3 months, 2 weeks ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په لاس سره خپل شهوت پوره کول (استمناء)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا ناوړه عادت هم په ټولنه کې د ښځو د بې پرده گى او بې حيا کېدو له امله را پیدا کېږي، ځکه الله تعالی ښځو ته د حیا کولو څه حدود ټاکلې او د پردې کولو پابندي يې پرې لگولې ده؛ خو ظلم یې پرې نه دی کړی لکه چې فرمايي:

(( إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ )) (النساء : ۴۰)ژباړه: الله تعالی پر هېچا د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کوي.

خو د افسوس وړ خبره دا ده چې ښځې نن سبا خپل ارزښت له لاسه ورکړی د ماشومانو د يوې نانځکې په څیر گرځېدلې، چې هر څوک ورسره لوبې کوي او داسې اور ترې جوړ شوی، چې وچ او لامده هر څه له ځانه سره سوځوي. له همدې امله د سړي په بدن کې، چې د شهوت کوم اور دی؛ په اسانی سره د ښځې له لورې د شهوت را پارونې له اور سره یوځای کېږي. نن سبا په هر ځای کې بې حيايي او بربنډتوب زيات شوی تر دې، چې اوس پخپله مسلمانې ښځې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف استعماليږي او د دوی نادودې اوس هغه حالت ته رسېدلې، چې وايي:

(له صبرناک سري نه لاره ورکوي او ځوانان له شرابو پرته نشه کوي)

کله چې ښځه د اخبارونو ښكلا وي، خلک ځان ته او ځان نورو ته مايله کړي، په ورځپاڼو او مجلو کې يې لوڅ او شهوت پاروونکي عکسونه خپاره شي؛ نو سړی د خپل را پارولي شهوت تنده په خپل لاس سره ماتوي او په دې توگه خپله ځواني بربادوي، په داسې حال کې، چې په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام کار دی، ځکه الله تعالی په قران کریم کې ښکاره اعلان کړی چې سړی یوازې له دوو ځايونو څخه خپل شهوت پوره کولای شي:

(۲)-له خپلې ښځې څخه.
(۲)-له خپلې وينځې څخه.

نو اوس چې کوم سړی له دې دوو ځايونو نه پرته له بل هر ځای نه خپل
خواهش پوره کړي؛ نو ظالم دی او حرام کار یې ترسره کړی دی.

الله تعالى فرمايي:((وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ )) (النور: (۳۳)

ژباړه او څوك چې د نكاح (اسباب) ونه مومي، هغوى بايد پاك لمني غوره کړي تر دې پورې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن كړي.

له دې ايت نه هم معلومېږي، چې په لاس سره شهوت پوره کول حرام دي، ځکه الله تعالی د پاک لمنی حکم کړی او د الله تعالی د حکم منل واجب دي او دوهمه خبره پکې. دا ده کوم سړی، چې نکاح نشي کولای نو الله تعالى هغه ته هم د پاک لمنی امر کړی او بله کومه لاره يې نه ده ورښودلی نو که په لاس سره شهوت پوره کول جایز وای الله تعالی به یی حکم کری و.

په لاس د شهوت پوره کولو زیانونه

(۱)-د سري مردانه قوت کمزوری کېږي.
(۲)-دسړي اعصاب او ذهن كمزوري كېږي.
(۳)-سړي ته د ژر انزال کولو ناروغي پيدا کېږي، چې د هغې له امله سری د خپلې ښځې خواهش نشي پوره کولای.
(۳)-د ملا درد پیدا کوي.
(۴)-دماغ كمزوري كوي.
(۵)-حافظه کمزورې کوي.
(۶)-سړي ته ژرغصه ورځي.
(۷)-سړی د خپلې ښځې خواهش په پوره توگه نشي پوره کولای، چې له
امله یې د دواړو ترمنځ کینه او کرکه پیدا کېږي.

دیر استغفار ویل،ګناهونه لمنځه وړي:

څوک چې په دې ناوړه عادت اخته وي شيخ ابوالفضل ورته د ډېر استغفار ويلو نصیحت کړی دی، ځکه استغفار گناهونه له منځه وړي او غمونه ختموي.

نو کوم سړی، چې په دې ناوړه عمل اخته وي، ورته پکار ده، چې ورو ورو د خپلې ناروغی درملنه شروع کړي او روژو ته مخه کړي. بله دا، چې داسې کس باید خپل خیالات پاک کړي د قرآن كريم تلاوت دې وكړي د الله تعالى ذكر دې پر ژبه جاري ساتي او ښه ښه کتابونه دې مطالعه کړي ترڅو له بديو نه لرې شي.

الله تعالى ته سوال کوو، چې موږ او تاسې دی له دې ناوړه عمل نه وساتي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخپلې ځوانی ساتنه وکړئ

3 months, 2 weeks ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلیور سره خلوت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عقبه بن عامر فرمائی : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : تاسو په پردو) زنانو باندی د داخلیدو نه ځانونه وساتئ نو یو سړی وویل : ای د الله رسوله ! دلیور په باره کی خبر راکړه؟ آیا د هغه دپاره هم دا ممانعت دے؟ نبی کریم الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل
لیور خو مرګ دی۔ (بخاری و مسلم)

ـــــــــــــــــ
تشریح
ـــــــــــــــــ
د دخول نه مراد خلوت کول دی او پدی کی زیاته مبالغه ده ځکه چه پردو زنانو ته ورداخلیدل منع دی نو یواځے والی ورسره په طریق اولی منع دی[فتح الباري لابن حجر رحمه الله]

بيا که دښځی خاوند جهاد ته تلی وی یا بل سفر ته یا هسی بازارته تلی وی خو مقصد دا چه په کور کی موجود نه وی د خاوند پلار او بچو نه بغیر نورو سره خلوت کول حرام دی (نووی رحمه الله)
لکه د خاوند ورور (لیور) یا د خاوند وراره یا خوریه، یا د خاوند تره او ماما، یا دتره او ماما ځوی او داسی نور

[خلوت څه ته وائى؟]

(أن يُنتَفِعَ الرَّجُلُ بِامْرَأَةٍ مِنْ غَيْرِ أَن يُتَنَبَّهَ لَهَا أَحَدٌ)
ترجمه
چه سړی د ښځی نه فائده واخلی او هيڅوك پری پوهه نشی.

که چرته فائده تری نشی اخستی لکه په لاره کی ورسره ملاؤ شی یا نور خلک په مجلس او اطاق یا کوته کی موجود وی نو دی ته خلوت نه وائی

که زنانه سره داسی ماشوم وی چه هغه په څه نه پوهیږی نو د هغی سره یواځی کیدل هم خلوت حسابیږی

فون هم خلوت کی راځی که خوا کی څوګ نه وی

دلیور تشبی د مرګ سره ددی دیری معنی ګانی دی خو زه یی فقد یو یا دوه ذکر کوم

(۱)-لکه څنګه چه خلک د مرګ نه ځان ساتی نو دغه شان په دوی واجب دی چه د لیور نه هم ځان وساتی.

(۲)-کله ورسره دین تباه کیږی که زنا ورسره واقع شی او کله مرګ واقع کیږی که زنا اوکړی نو ښځه به رجم کیږی او کله به ښځه تباه کیږی چه خاوند به یی طلاقه کړی.

د ليور د راتللو کیفیت او د ستر کیفیت کی اختلاف دی‌:

(۱)-جمهور اهل علم وائی چه د لیور نه داسی ستر واجب دے لکه څنګه چه د پردی سړی نه پکار دی هغوی دا حدیث په ظاهر باندی حمل کری.

(۲)محققین علماء وائی چه پدی حدیث کی مقصد دلیور سره خلوت منع کول دی.

دلائل المحققین:(۱)-دنبی صلی الله علیه وسلم په زمانه کی صحابه کرام به دیر وړونه په یو كور كی شريك اوسيدل او په ذخيره د احادیثو کښی د هغوی په باره کښی دا نه دی نقل چه هغوی داسی ستر کړی وی چه په خپلو کوټو یی پردی رازوړندی کړی وی او ښځی ئی په کوتو کی ایساری کړی وی چه لیور ته به نه ښکاره کیږی لکه دا خبره شیخ | الاسلام ابن تیمیه په خپله فتاوی کی ذکر کریده.

(۲) دویم پدی کی حرج دی او د وروڼو د جدائی سبب دی هم ګرځی ۔

پدے کی زمونږ بعض مشائخ ډیره سختی کوی وائی چه مخ او لاسونه عورت دی دا به نه ښکاره کیږی لیکن داسی سختی کول چه انسان پری بیا عمل نشی کولے نقصان دی اوبل طرفته شرعاً آسانی موجوده ده.

بیا د ستر دپاره څلور شرطونه دی:

(۱) دلیور سره به خلوت نه کوی د هغه کوټی یا اطاق ته به په یواځی والی کی نه ورځی.
(۲) لاس به نه ورکوی.
(۳) سفر به ورسره نه کوی.
(٤) ښځه او لیور به ذو الريبه (تهمت والا) نه وی. مجموع الفتاوى:(۳۲/۱۱)

(۵)لیورته به ډول او سینګار نه ښکاره کوی:چی مراد ترينه د سر ويښتان، څنگلي، غاړه وغيره دي.
وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ نه معلومیږی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الحق الصریح جلد ( ۱۱ ) صفحه ( ۱۸ )

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی