دکتاب له پاڼو

Description
د کتاب له پاڼو چینل ته ښه راغلاست.
چینل لینک ?
https://t.me/bookpages123

ګروپ لینک ?
https://t.me/+_RIjEpdclQs5M2M1
تبادله?
@afg_601
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 год назад

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 месяца, 2 недели назад

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 недели, 3 дня назад

1 year, 3 months ago

**ولی مو حافظه کمزورې ده___؟

⑴ بې وخته ډوډی خوړل د دماغ دکمزوری باعث کیږي.

⑵ کله چي ډوډی خوری باید په ارام ډول وخوړل شي.

⑶ د زياتو غوړو خوراکي توکو خوړل مو د دماغ د کمزوری لامل کیږي.

⑷ سګرټ څکول مو نه دا چي دماغ کمزوري کوي بلکي صحت موهم زیانمن کوي.

⑸ هیڅکله هم پټ سر یا پوښلي سر خوب مه کوی.

⑹ د بې ځایه اندیښنو کول مو حافظه کمزوري کوي.

⑺ کمي اوبه څښل مو د حافظې په کمزوری کښي مهم رول لري.

⑻ د الکولو څښاک نه یوازي د دماغ لپاره تاواني دی بلکي د صحت وژونکی مو هم دی..!!
?**
@bookpages123

1 year, 3 months ago

**د ژوند په سختيو کې

هېڅ شی دايمي نه دي، غم فقط همدا اوس غم دی، دا به تل نه وي، صرف اوس یې وزغمئ، دا ستونزه ستاسې د ژوند يوه ستونزه ده، ستاسې ژوند نه دی.
?**
@bookpages123

1 year, 3 months ago

** د کوم ګروپ وينه لرونکي خلکو  واده ( ازدواج ) خطرناکه دى ؟

د واده يا ازدواج په موضوع کي د ويني د ګروپونو څخه مهم د ار ایچ  Rh فکتور دى . کله چې د ښځينه د وينى ګروپ منفى ار  ايچ -Rh وى او د نارينه د وينى ګروپ مثبت ار  ايچ +Rh  وى  ازدواج کول يي د ماشوم لپاره خطرناكه وی . کله چې يو منفى ار ایچ Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ نارینه سره ازدواج وکړى نو د دوى راتلونکى زیږیدونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او د ماشوم لپاره دوه حالت امکان لري   .

① که چېری  د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ سره يو شان را ووځى د ماشوم آينده ژوند ته خطر نسته ښځه د يو  عادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

② که چیری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ  سره ضد راووځى  يعنى د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى په دى وخت کى د ماشوم ژوند ته خطر شته  بايد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چې د مور د وينى ګروپ منفي ار ایچ -Rh وی او د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ایچ  +Rh وى د مور د وجود دفاعى سيستم د ماشوم د وينى د حجرو  په مقابل انتی بادی تولید کوی . تولید شوی انتی بادی د ماشوم په وینه ورګدیژی . د ماشوم د وینی حجری تر حملى لاندى راولى او وينه يي د منځه وړى . د ويني  له منځه وړلو سره په ماشوم کى د ويني د کمښت ( کم خونى ) ، ژيړى، د عصابو تخريب ، د زړه خرابوالى ، پړسوب او د مرګ خطرونه منځته راوړي .

   کله چې مثبت ار ايچ ( +Rh ) نارينه او منفى ار ايچ ( -Rh )  ښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وکړي ؟

  د حامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه ټيسټ دى چې دا ټيسټ بايد وکړي .  ددى  تيست په واسطه موږ کولاى شو چې معلومه کړو چي مور د ماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا ؟

که چېرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور د ماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چې د مور دفاعى سيستم تر اوسه د ماشوم د وينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى . په دى وخت کى ماشوم مورته يوه بيچکارى چې روګام په نامه یادیږی

(   RhoGAM, or Rho (D) Immune Globulin  )

ورلګول کيږى .

ددى روګام بيچکارى وظيفه دا د چې د مور دفاعى سيستم تر فشار لاندى راولى خاموش يي ساتي او مخنيوى يي کوى چې نور د ماشوم حجرى تر حملى لاندى را نشی چې تقريباً نهه نوى فصيده %99 کاميابه دى دا پيچکارى .  او که چېرى ذکر شوي تيسټ مثبت راووځي دا په دى معنى ده چې د مور دفاعى سيسټم د ماشوم د وينى حجرى په مقابل کي عکسلعمل ښودلي دي . ماشوم د ويني حجري يي هم تر حملى لاندى نيولى او د حجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده . په دى وخت کى د پيچکارى لګول و مورته هم هیڅ ګټه نلری .

کله چې کومبز تيسټ coombs test مثبت وى په دى وخت بايد د مور په نس کى د ماشوم تعقيب وشى چې د مور د دفاعى سيسټم له خوا و ماشوم ته څومره تاوان ( ضرر ) رسيدلی دی .  اول يي  د ماشوم د وينى مقدار کتل کيږى چې څومره وينه يي ور ضايع کړى ، بعضى وختونه ددى  ضرروت پيدا کيږى چې ماشوم ته د مور په نس کى باید وينه ورکول شي ځکه وينه يي ور ضايع کړي وي د شديد کم خونى سره مخ وى .

  د وينى د مقدار د معلوم کولو څخه وروسته د ژيړى مقدار ، د زړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چې بايد وڅيړل شى . بعضي وخت د ژيړي مقدار يي ډير جګ وي چې ماشوم ته خطر پيدا کوي ځکه کله چې د ژيړي مقدار لوړ شي عصابو ته ځي هلته جمعه کيږي د کيرنکترس (  kernicterus ) ناروغي منځته راوړي .

  په افغانستان کي ډير خلګ د ويني د ګروپ په معني نه پوهيږي بعضي چي بيا پرې پوهيږي تر وداه مخکي د ويني ګروپ کتل او معلوم کول ورته تعحب او د حيرانتيا  خبره ښکاري  . لږ تر لږه  خو دي دومره  وکړي کله چې يي واده وکړ تر واده وروسته دي د ويني ګروپ وګوري . د آينده راتلونکي خطراتو څخه به خلاص شي . که يي د ويني ګروپونو کي مشکل وو د خطر څخه به خبر وي او لازم تدابير به ورته ونيسي.
?**@bookpages123

1 year, 3 months ago
**له ګناهکار کرکه مه کوه:

له ګناهکار کرکه مه کوه:
د خرابو خلکو تر هیرولو او د ښو خلکو تر لټولو خو دا بهتره ده چې، د خلکو خرابې خبرې هېرې کړو او د هغوی ښې خبرې ولټوو دا ځکه چې انسان ثبات نلري، یعنې خراب خلک ښه کیدای شي او ښه خلک خراب کیدای شي.
مطلب دا چې علایم اهمیت نلري بلکې عوامل مهم دي، پس له ګناه باید کرکه وکړو نه له ګناهکار.
?****@bookpages123

1 year, 3 months ago
**ځاني اصلاح:

ځاني اصلاح:
تل ښه والی په نورو کې او بدوالی په ځان کې لټوه او سموه یې؛ که همدا فارمول مراعات کړه، نو دا به ستا تر ټولو ښه والی او روحي سکون وي، امتحان یې کړه بیا وګوره.
?****@bookpages123

1 year, 3 months ago
**• مه ناهیلي کېږئ؛ دا ژوند …

• مه ناهیلي کېږئ؛ دا ژوند دی ځینې به داسې خبرې درته کوي چې له خوښۍ به ټوله شپه خوب نه درځي، ځينې به درته داسې څه وايي چې له خپګانه به ټوله ورځ ژاړی.
• تر خبرو اقدام ښه دی؛ که ښې خبرې وکړی، ښايي خلک مو وستايي، خو که اقدام وکړی، نو هغه څه به لاسته راوړی چې غواړی یې.
• پر هر چا زړه ژر مه بایلئ؛ انسان لکه د چایو پوړۍ څو  مو چې په جوش اوبو کې نه وي اچولی، خپل اصلي رنګ نه ښيي.
• پر ښو خلکو/شیانو مه مینېږئ؛ تاسو ښه اوسئ څو نور درباندې مین شي.
• همدا اوس یې پیل کړئ، «سبا» هغه کلمه ده چې هیلې مو په اوبو لاهو کوي.
• هر کار مو چې کړی، پښېماني یې ژر له منځه ځي، خو هغه کار مو چې هېڅ نه دی کړی، پښېماني یې ټول عمر وي.
?****@bookpages123

1 year, 3 months ago

**[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 82]

وَالَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ أُولٰٓئِكَ أَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ#ژباړه او كوم خلك چي ايمان راوړي او نېك عملونه وکړي، هغوى جنتيان دي او په جنت کښي به تل اوسیږي.
?**@bookpages123

1 year, 3 months ago

په ياد ولرئ، مه له چاسره بحث کوئ او مه په چا نيوکه کوئ؛ هر څوک، چې هر څه وايي، ورته ووايئ، هو! حق له تاسره دی/ته حق په جانب يې؛ يوازې خپل ځان ترې خلاص کړئ.
کوم کسان، چې ستاسو د فکر پوښتنه کوي؛ هغوی ستاسو نظر نه غواړي، بلکې هغوی يوازې غواړي، چې تاسو د خپل ځان همفکره کړي، اصلاُ داسې کسانو سره بحث کول بې ګټې ده.

?
@bookpages123

1 year, 3 months ago

د اسلام تاریخ
د اسلام څخه مخکی او د اسلام له پیل څخه تر اوسني وخت پورې
لیکوال : دوکتور.محمد ابراهیم شریفي
ژباړن : مولوي جمال الدین ( صالح )
#داسلام_تاریخ#اسلام#تاریخ *?***@bookpages123

1 year, 4 months ago

**رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

کوم بنده چې په لږ رزق د اللهﷻڅخه راضي شو نو اللهﷻبه له ده څخه په لږ عمل راضي شي.

مشکواة شریف
?**@bookpages123

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 год назад

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 месяца, 2 недели назад

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 недели, 3 дня назад