🩺 ډاکټر حنیف طبی معلومات ️

Description
🟢 Whatsapp & Call : +93788069313

✅️ Facebook Page :

✅ ️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

1 week, 3 days ago

ځینې خلک مغرور نه وي ،
بلکې له منافقانو او دوه 2 مخو اِنسانانو څخه یې زړه موړ وي .

Dr - Hanif Taib

1 week, 6 days ago

د ونې په څېر اوسه. تخم وي، له تورو خاورو په سختي ځان را پورته کړي، تنده وویني، طوفانونه يې کږه کړي،

ځينې ښاخونه يې ولوېږي، خو غلې لویه شي، ځينې يې سیوري ته کیني، ځينې يې مېوه وخوري،

خو هېڅوخت چیغې نه وهي چې هان! ماته ولې نه ګورئ! دا مې درته وکړل، ها مې درته وکړل.

په خلکو احسان مه باروئ، خپلې کورنۍ، خلکو او دې وطن ته مو کار مسولیت دی، نه احسان.

🟢 د وټساپ چینل لینک :

https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

2 weeks ago

⭕️ تور مرچ ډېرې ګټې لري او د مختلفو درملیزو خصوصیاتو لپاره کارول کېږي . دلته یې ځینې طبي ګټې ذکر شوي دي :

1 : د هاضمي د ښه والي لپاره : تور مرچ په معده کې د هضم لپاره ځانګړی انزایمونه فعالوي چې د خوړو په چټک هضم کې مرسته کوي ، دا د معدې ګازونه او د باد ستونزه کموي .

2 : اشتها زیاتول : تور مرچ د اشتها خلاصون لپاره ښه دی . د هغو خلکو لپاره چې اشتها یې بنده وي ، د تور مرچ استعمال ګټور دی .

3 : د انتي اکسیدانټ خاصیت : تور مرچ انتي اکسیدانټ لري چې د بدن حجرات د آزادو رادیکالونو له زیانونو څخه ساتي او د سرطان او نورو ناروغیو خطر کموي .

4 : د زکام او ټوخې مخنیوی : تور مرچ د زکام او ټوخې په مخنیوي کې ګټور دی ، ځکه چې دا د بدن د تنفسي سیستم ستونزې کموي او بلغم نرموي .

5 : د وینې دوران ښه کول : د تور مرچ استعمال وینه ښه کوي او د وینې جریان منظموي چې بدن ته تازه انرژي ورکوي .

6 : انتی بیوټیک خاصیت : تور مرچ طبیعي انتی بیوټیک خاصیت لري ، چې بدن د بکتریاوو او ویروسونو پر وړاندې مقاومت کوي .

7 : وزن کمول تور مرچ په بدن کې د ميتابوليزم کچه لوړوي ، چې له دې سره د کالوري سوځیدل زیاتېږي او وزن کمېږي .

8 : د پوټکي / پوستکي / جلد روغتیا : د تور مرچ انتي اکسیدان او انتي باکتریا خاصیتونه د پوټکي د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او د پوټکي داغونه کموي .

9 : د ذهني فشار کمول : تور مرچ د خوښۍ هورمونونه خوشې کوي او ذهني فشار کموي ، چې انسان ته د ذهني سکون احساس ورکوي .

10 : د وینې شکر کنترول : په تور مرچ کې ځینې داسې مرکبات شته چې د وینې شکر کچه کنترولوي او د شکر ناروغانو لپاره ګټور دي .

⚠️ په هر حال ، د تور مرچ زیات استعمال ممکن د معدې او اعصابو لپاره زیانمن وي ، نو باید په معتدله / درمیانه په لږه اندازه هره ورځ لږ لږ وکارول شي .

📢 که وټساپ کې زمونږ لیکنې ترلاسه کول غواړئ ، نو زما د وټساپ د چینل Channel یا کانال لینک لاندي شته ، لینک اوکی کئ او زما د وټساپ چینل فالو follow کئ ، زما تولی لیکنی هلته هره ورځ ترلاسه کولی شئ .

🟢 لینک :
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p

Hanif Taib 👈🏻 کوم پوښتنه لرئ رابلنه شئ
ډاکټر حنیف طبی معلومات 👉 page لائیک کئ .
078 806 9313

3 months, 2 weeks ago

? که غواړئ رمونږ هره لیکنه په وټساپ کې ترلاسه کئ ، نو زمونږ د ډاکټر حنیف طبی معلومات د معلوماتو د وټساپ ګروپ لینک :

https://chat.whatsapp.com/LRIN4NFvqg3F2MH3lstwB0

3 months, 2 weeks ago

السَّلاَمُ علينا سلام دي وي پر مونږ باندې
وَعَلَى او په
عِبَادِ بنده ګانو
اللَّهِ د الله تعالى
الصَّالِحِينَ نېکانو باندې

أَشْهَدُ زه ګواهي کوم
أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق
إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى
وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم
أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم
عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى
وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى

اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله
صَلِّ رحم وکړې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بې شکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې

اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت و اوروې
عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم
وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم
كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت اورولى وو
عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام
وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام
إِنَّكَ بېشکه ته
حَمِيدٌ ستايلى شوى
مَجِيدٌ لوړ شان والا يې.

اللَّهُمَّ اى الله
رَبَّنَا زمونږ ربه
آتِنَا راکړې مونږ ته
فِي الدُّنْيَا په دنيا کې
حَسَنَةً نېکي
وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې
حَسَنَةً نېکي
وَقِنَا او وساتې موږ
عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه.

شير کول يې صدقــــــــه جريه ده ?

https://t.me/drhanif

3 months, 2 weeks ago

#د_لمانځه_ټکي_په_ټکي_ژباړه

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله!
وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده
وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا
وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا
وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه

أَعُوذُ پناه غواړم
بِاللَّهِ په الله تعالى
مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان
الرَّجِيمِ رټلي شوي نه

بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله
الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى
الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دې

. اَلْحَمْدُ ټول صفتونه
لِلّٰهِ خاص الله لره دى
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
الرَّحْمٰنِ چې عام مهربان دى
الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى
اِیَّاكَ خاص تاته
نَعْبُدُ عبادت کوو
وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه
نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مدد غواړو
اِهْدِنَا برابر کړې موږ
الصِّرَاطَ په لار
الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ نيغه باندې
صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو
اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى
غَیْرِ نه لار د هغه کسانو
الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى
عَلَیْهِمْ په هغوى
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لارد ګمراهانو
آمين اى الله! زموږ دعاء قبوله کړې

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى
اَحَدٌۚ۝۱ يو دى
اَللّٰهُ الله تعالى
الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولى
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږيدلى
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته دهغه لپاره
كُفُوًا برابر
اَحَدٌ۠۝۴ هېڅوک
الله اکبر الله تعالي ډېر لوې دې
سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى
سَمِعَاللهُ اوري الله تعالى
لِمَنْ وينا د هغه چا
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي

رَبَّنَا اى ربه زموږ
لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

سُبْحَانَ پاکي ده
رَبِّيَ رب زما لره
الْأَعْلَى چې اوچت دى

الله اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)

التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه
لِلَّهِ خاص الله لره دي
وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه
وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه
السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې
أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پېغمبره
وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى
وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی)

3 months, 2 weeks ago

⭕️ ښځې داسې خاصيت لري !

1 : که ورته ووایاست ښایسته یاست ، نو ښایسته کېږي .
2 : که ورته ووایاست ته ډېره ښه یې ، نو ښه کېږي .
3 : که ورته ووایاست چې جار او قربان ، نو هغومره درنه جار او قربان کېږي .
4 : که ورسره په مهربانۍ و چليږې ، نو تر هغې مهربانه نشته .

✍️ 1 خو که ورسره بد و چلیږې نو بده کېږي درته .
2 : که په سختۍ ورسره و چلیږې ، هغومره سختيږي .
3 : ستاسو بې پروایي اړیکه بدرنګه کوي ، که هر څومره ښایسته اوسې .

ډاکټر حنیف ❣️

☎️? Whatsapp & Call :

+93788069313
+93777025313

https://t.me/drhanif

3 months, 3 weeks ago

له ګناهونو لرې ګرځه : که ناڅاپه د مرګ میلمه شو بیا د توبې موقع به پیدا نکړې ، ناڅاپي مرګ نورو ته نه بلکه ما او تاته هم راتلای شي .

https://t.me/drhanif

3 months, 3 weeks ago

کله چې نِکاح کول سخت شي نو زِنا آسانه شي ،

نو د اِمکان تر حده نکاح آسانه کړئ تر څو د زِنا مخه ونيول شي .

https://t.me/drhanif

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago