ځانه ما وبخښه ما کولاي شواي چی
تاته خوشحالي در وبخښم خو قسمت د هغه چا په برخه کړم
چی د انسان څه چې د کاڼي احساس یې هم نه درلود?
??
#Zhewand_99
دې ټول ژوندون ارمان به وکړم
ددې سپیره کال به ونکړم ارمانونه
??
#Zhewand_99
اوښکه وزن نه لري؛
خو
په توييدو يې له درده ډک زړونه سپکيږي.
?*?***#Zhewand_99
**خود به د حواسو آئینو غبار اغوستی وي
هر سړی نظر لري خو یو اهلِ نظر نه دي
عزت ایاز ♦
?*♥️*✨
**نیمګړي
زه یې تل پرېږدم
د چایو وروستی غوړپ
اخیري مېسج
په بحث کې ویل شوي وروستي دلایل
د الوداع الفاظ
او د کیسو پای
ځکه د شیانو اختتام ما خفه کوي
زه له پای نه ډارېږم
??**
اسمان به هغسي له ژېړو وړانګو ډک وي مګر!
یو مازیګر به زه د دې نړۍ وګړی نه یم
??
#Zhewand_99
ورځ تر بلي مي له شوره زړه توریږي
له بازاره له بنډاره ،له کتـــــــاره
??
#Zhewand_99
یا مې نارې واوره او یا که رانارې خدایه
ما کړه ازاد د زندګۍ له پنجیرې خدایه
دا په اوږه مې د جانان د اوښکو رسم وران کړه
دا لږیدلی اور مې ګل که له سینې خدایه
چې کلکه غیږه درکړم ټولې ګیلې وکړم درته
کومه خوا درشم چیرته درشم چیرته یې خدایه
له ما به ځان هیر شي له ما به ستا خدایي هیره شي
له ما به هیرې نشي اوښکې د ادې خدایه
چې تر څو سترګې رپوم زه یې په سترګو کې یم
دومره رالنډې کړه زمونږه فاصلې خدایه
#ریحان
#Zhewand_99
پریږده چې اوښکې مې بهیږي
هغه به کيږي چې څه خدای لیکلی وینه
#Zhewand_99
ته !
هماغه هیڅ یې،
چي هرکله به دي پوښتنه راڅخه کول،
دڅه په اړه فکر کوې ما به درته ویل هیڅ هم نه!?
#Zhewand_99