( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 2 weeks ago
وروســتی مورچل اتـمـه بـرخـه! #الانفال_خپرندويه_اداره*👇***https://youtu.be/9cmLF_TXwQs?si=mFn5qJqQFWxT5GVH
کندﺯ کې د مېټر لوستونکو سره ناسته ترسره شوه .
د کندﺯ برښنا تجارتي څانګې مرستيال انجنير محمد صادق « امين » په مشرۍ د کندﺯ حوﺯوي برښنا رياست د غونډو په تالار کې د مېټر لوستونکو سره ګډه ناسته ترسره شوه .
په ياده ناسته کې د کندﺯ برښنا عملياتي مرستيال انجنير محمد امير « عظيمي » په ګډون د پيردونکو خدمتونو ، تعين محصول ، عوايدو ساتنې ، LPU مديرانو او لسګونه شمېر مېټر لوستونکو ګډون کړى وو .
د ناستې په پيل کې د کندﺯ برښنا تجارتي مرستيال خبرې وکړې او پر يو شمېر مربوطه مسايلو یې رڼا واچوله ، تجارتي مرستيال د بِلانو توﺯيع او مېټر لوستنې چارې مهمې وبللې ، او له ټولو یې مننه وکړه چې خپلې ورسپارل شوې چارې تر دې دمه په ښه ډول سرته رسوي ، د غه راﺯ خپلو خبرو خبرو کې ﺯياته کړه چې د افغانستان برښنا شرکت د اصولو او خپلو وظيفوي لوايحو له مخې خپلې چارې په شفافيت، مسئوليت شناسۍ او يو له بل سره د همکارۍ او همغږۍ په روحيه مخته يوسئ .
تحارتي مرستيال وويل چې د مېټر لوستنې پر مهال د مېټر لوستونکو دنده ده چې د هرې دورې پر مهال اړونده جدول ته د کليواټى د رسولو ترڅنګ انځور هم خپل اړونده مبايل کې وا خلي ، ترڅو له هر ډول اشتباهاتو څخه مخنيوى ترسره شې .
ور پسې عملياتي مرستيال خبرې وکړې او له اړوندو کار کوونکو څخه يې وغوښتل څو د شبکې اصلاح لپاره جدي ګامونه پورته کړي ، هغه وويل چې د کندﺯ برښنا رهبرۍ موجوده پلان له مخې په راتلونکو کې به د کندﺯ ښار او ولسواليو کې د برښنا په شبکه کې د ﺯياتو اصلاحاتو او پر مختګونو شاهدان اوسو .
په ناسته کې د حوزې تجارتي څانګو د مديرانو يو شمېر ستونزې او وړاندېزونه هم واورېدل شول او د هوارۍ ډاډ ورکړل شو .
۱۴۴۶/۲/۵
۱۴۰۳/۵/۲۰
نن سه شنبه د ۱۴۰۳ لمریزکال د چنګاښ مېاشتې ۱۹ چې د ۱۴۴۶/۱/۳ هجري قمري نېټې سره سمون لري.
د کندﺯ حوﺯوي برېښنا رياست د لزوم ديد اوړ کسان په دندو ګمارلو په ترڅ کې لاندې ټاکنې ترسره شوې .
۱- محترم محمد نبي د عوايدو ساتنې مديريت کار کوونکى د پنځم ښاري سرګروپيت ( جکشن ) مدير په توګه وټاکل شو.
۲- محترم عبدالحليم چې وړاندې يې دپنځم ښاري سرګروپيت مدير په توګه د نده ترسره کوله په نوې ټاکنه کې د چهار درې ولسوالۍ د سه دوکانه مدير په توګه وټاکل شو .
۳- محترم امير خان چې وړاندې يې د چهاردرې ولسوالۍ سه دوکانه شبکې مدير په توګه دنده ترسره کوله د څلورم ښاري سرګروپيت مدير په حيث وټاکل شو .
۴- محترم قاري اسماعيل د څلورم ښاري سرګروپيت ( جکشن ) مدير د کندﺯ برښنا د ورکشاپ مدير په توګه وټاکل شو .
۵- محترم ولي محمد چې وړاندې يې د کندﺯ برښنا ورکشاپ مدير په توګه دنده ترسره کوله په نوې ټاکنه کې د هوايې لينونو يا مزو مدير په توګه وټاکل شو .
ياد کسان نن د کندﺯ برښنا تجارتي مرستيال او د ياد رياست منابع بشري مدير له لوري خپلو ځايونو کې اړوندو کار کوونکو ته ور وپېژندل شول ، ددې ګمارنې پر مهال د کندﺯ برښنا تجارتي مرستيال انجنير محمد صادق " امين " وو يل چې د افرادو تغير او تبديل په نظام کې يو اصل دى ، چې د لاښه فعاليت په مو خه ترسره کيږي او س مونږ او تاسو ته لاﺯمه ده چې د مشرانو لارښود او ټاکنو سره سم خپلو دندو ته دوام ورکړو او ددې اوولس نه ستړې کېدونکې خدمت وکړو .
۱۴۴۶/۱/۳ هـــ ق
رئیس اجرائیوی ریاست عمومی شرکت برشنا از شرکت برشنای ولایت کندز دیدار کرد. ریاست حوزوی برشنا در کندز طی خبر نامهیی از دیدار الحاج ملا محمد حنیف حمزه رئیس اجرائیهوی شرکت عمومی برشنا و هئیت همراهش از شرکت برشنای کندز خبر داده است.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 2 weeks ago