📈داجمــل داشــــعاروچیــــنل📃

Description
🍃شـاعرمحمدطیب 📝اجـمـــــــل🍃
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُه
ملګرو دلته به کله ناکله د محمدطیب اجمل شعرونه✒📖او ویل سوی نعتونه 🎤دملامحمدکاظم خویدم په آواز کی درته وړاندې کوو ان شاألله 💯
دلینک په نشرولو کې همکاری راسره وکړی.
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months ago

خپل عزت مې دربخښلی دی ناصحه،
زما بې باکه دزاهد سره ڪینه ده.

دا ناسور دی که علاج لرې طبیبه،
په داغۍ دبدنامۍ مې داغ سینه ده.

چې دې مینه زما وجود کې چیرته وسې،
هغه زما د بدن ښار او مدینه ده.

زه طیب اجمل فطین که مفتن یم،
چې دفطن کار کوم را ته فتنه ده.

4 months, 3 weeks ago

کږې زلفې دې ماران دخال وخط ستا.
شکرلب دې استادان ده ناز نمط ستا.

ساقې جام دې میخانه کې تیار کړۍ،
مست میخوره که پر لار نه شو غلط ستا.

بل رخسار ته هم لږ حسن پاته سوی،
که تمام دۍ پرجمال حسن فقط ستا.

خپل سینه به کړم شعبه زړه به دوسیه کړم،
را رسیږې چې ترما لیکلۍ خط ستا.

زماطیب اجمل به زړه طیب اجمل وې،
چې مې وینه وې په مینه مختلط ستا.

5 months, 3 weeks ago

یار چې تور باڼه زما په سینه ښخ کړه.
زماخپل زړه ته یی زما سینه مطبخ کړه.

کج زلفان بې خود دزړونو قصابان وې،
رخسارونه چې یې جوړ ورته مسلخ کړه.

ساړه ساه مې تود ځګر راته سوړ نکړ،
تودو اوښکو مې ځګر اولیمه یخ کړه.

دغه سترګې دې بې نوره شه اجمله،
ڪې پر بدو دچا ښه کړنه الخ کړه.

7 months ago

ښه اعمال دې راټول نکړل دژوند پای ته.
بنده څه جواب لرې حساب دخدای ته .

ددنیا په حرص مغروره پام دې نسته ،
چې له مرګ وروسته به ځمه څنګه ځای ته.

دحلال حرام توزیع رب(ﷻ) درته کړې،
خپله ورنکړې تشبه دځان چارپای ته.

مال دولت باندې خلاصون له مرګه نسته،
اجل خپل پر وخت راځې مسکین وبای ته.

ځان به خپله ملامت ګـــڼې اجـــمله ،
که دې وکتل وخپل عمـــــل نمای ته .

7 months, 2 weeks ago

دا چې نه جنګ وې نه دجنګ لپاره څوک وې تیار،
چې ګواښ کونکې بیا دمخه کوې ګواښ څه معنی.

ښایې اوبو سره ماهیان خو دا دخدای حکمت دۍ،
کنه اوبو کې نو چنګښه او چنګاښ څه معنی .

چې په وطن کې غټه ږیره او پګړۍ خوندکوې،
نو دا دځینو لڅ سرونه ږیرې لاښ څه معنی.

د میلمنو سره یې زر چنګښې وخوړلې،
اوس نو مسواک وهل خالې په خوله وغاښ څه معنی.

اصلاح دکلې که د غټ غدار پر غاړه ورکړو،
دملا شل کاله په دې لار ڪې تلاښ څه معنی.

دغه ظالم خو دطالب له نومه کرکه لرل،
اجمله اوس چې بیا په صف کې ګرځې سراښ څه معنی.

7 months, 3 weeks ago

دعشق عطر چې پر تورو زلفــو توۍ ڪړې.
عاشوقان دې ټول مدهوشه په دې بوۍڪړې.

لکه مار چې دې کلچه پر رخسار وخورې،
ځای پر ځای دې دناظر زړه سره توۍ کړې.

جوړه وې به خود دزړو څه امیلونه،
تور باڼه چې دکاکول سیورې ته لوۍ کړې.

بې پروا به ســـمه زه له بل عـــادته،
که مې پوه ته په خپل ښاد عادت اوخوۍ کړې.

زه طیب یې په یوه تار تړل ڪیږم،
حاجت نسته چې بسته مې په کوڅۍ کړې.

7 months, 4 weeks ago

په پاک عشق مې د وجود کَوَنْ ککړ دۍ.
خو باطن مې بیا بیخې بې سارې پړ دۍ.

له روغ قوله مې نا روغ زړونه صحت وړې،
خپل روغ زړه مې له نا روغ عمله مړ دۍ.

بې پروا تلم دتقوا غزۍ مې په شا وو،
تر منزله یې را پاته تش کنګړ دۍ.

چې دمینې پر ځای وینه دچا یوسې،
دا انسان او که جوره یا منګړ دۍ.

نور دمینې لنګریان دې ټول مجذوبه،
یو طیب پاته په دې لنــګر کې خړ دۍ.

8 months, 1 week ago

په رڼو سترګو یې دبل په حق ڪې لاس لویدلۍ.
دسترګو دید یې دۍ ضعیفه کې اخلاص لویدلۍ.

هغه څښتن هغه نبې هغه دنیا هغه دین،
که وې انسان زړه ته یې ولې بل وسواس لویدلۍ.

قرآن په وینو سو لت پت مسلمان نه سو جذبه،
ددې ناقصه مسلمان چیرته احساس لویدلۍ.

دلته جهاد د طالبانو په جنګ وه نومیدۍ،
هلته وای جنګ داسرائل او دحماس لویدلۍ.

ډیرو خوبو یوړم خوبونه وه رقم په رقم،
اجمله خوب مې د غفلت پر سترګو خاص لویدۍ.

8 months, 1 week ago

❤️

9 months ago

یو یې ګټې سل یې څټې هغه متل دۍ کنه.
نوې یاران دې هسې وڅټې پروا نلرې،

پخوا دڪلې په مسجد کې وه دوه درې ملایان.
اوس یو صوفې خواره ڪۍ مخته کې ملا نلرې،

صدق دزړه چې نه وې هسې دخولې جار او قربان.
چټې خبرې دې اجمله هیڅ معنی نلرې

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago