محترمو دوستانو زه یم ستاسو کشرورور نعتخوان رفیع الله فرحان دازموږ رسمی چینل دی نو ستاسوځخه هیله کوم چی ترپایه ملګری راسره وکړی
زموږ رسمی چینل
https://t.me/ufkkccu
Last updated 1 year ago
Last updated 2 weeks, 1 day ago
شعر مي د زړه راز دی 😘ملتیـا مو غـواړم خوږو👬
چي مُـدام وایـم درود سکـون پـرې اخلـم
مُحَـمَّـده نـوم دي خـوږ هـم تـر عسل دی
توري سترګي نوراني رخسار دي ځارشم
بل شان کیف کړي دا ستا حسن مکمل دی
تبادله👇👇
@Rnzorzrh
د زړه راز👇❤
@qariAabidAzir
Last updated 1 month, 1 week ago
ستوري هروخت په تیاره کې معلومیږي
چاویل چې لمرخاته کې معلومیږي
درسره ځي په اسانه لارکې هرڅوک
وفادارخلک سخت مزله کې معلومیږي
رنګ دې بیاډیرتغیرکړی چې داولې
څه خبره خوستازړه کې معلومیږي
ته پشان دسپین لباس یې خبرنه یې
تورداغ اوړغټ کمیسه کې معلومیږي
پریښودل دبعضـودومره اسان ندي
درته زورپـه بیلـتانه کـې معلومیږي
لاتراوسه یې یاسربدري هـــیرنه یې
ستانامه یې وي تل خوله کې معلومیږي
یاسربدري غوربندی
دسیسې دي ګام په ګام دزړګي سره
ځان دې ساته له الزام دزړګي سره
په رښتیاخبرې بیاڅوک باورنه کړي
چې یوارشي انسان خام دزړګي سره
څنګ په څنګ ولاړوه تاسره شل کاله
اوس خدمت وکه دقام دزړګي سره
درنه سپینه لمن نشي چـې داغداره
کړې به ډیرډیرګوره پام دزړګي سره
توی خولې کړه دوطن په جوړیدوکې
وخت اوس ندی دارام دزړګي سره
چې یاسربدري راګیرورپکې نه شې
هره لاره کې دی دام دزړګي ســره
یاسربدري غوربندی
ټي ټي پي یارانوته ډالۍ
راغلی پرې دټي ټي پي طوفان دی
نوبت دپاکستان دی
نیولی تیاری ورتــه هرځــوان دی
نوبت دپاکستان دی
معلوم به ورته اوس دایمان زورشي
خوراک به یې موټرښه زیات داورشي
کارښه خـــوندورورباندې روان دی
نوبت دپاکستان دی
مــــزل کــــړي په ازغیوستالپاره
له تانه ستارضـــــاغـــواړي باداره
تشکیل ته رانه تللی مې جانان دی
نوبت دپاکستان دی
چې تیرهردنګ زلمی دی له ځوانۍ نه
چې کـړی بغاوت یــې له نړۍ نه
دهریــوه شرعـــي نظام ارمان دی
نوبت دپاکستان دی
هیرنه به یـې کړم هیڅکله دعانه
کامیاب یې غواړم هروخت له الله نه
یاسربدري اشنامې طالب جان دی
نوبت دپاکستان دی
یاسربدري غوربندی
لرومونږه ډیرې ښې لاسته راوړنې
په رقم دقوشتیپې لاسته راوړنې
ورځ تربلې پرمختګ په لورروان یو
هره ورځ سته دوه اودرې لاسته راوړنې
ښاردی امن کلی امن غردی امن
بایدټول وباسوشکردهمدې لاسته راوړنې
ټول ولس دی پرې شاهدستاپروانکړم
تې منې که نې منې لاسته راوړنې
زینوزیــنوپه زړګــیوته خبریــې
ورته بلې کړي لمبې لاسته راوړنې
کوم یوې یاسربدري ستاینه وکړم
دي اشنابــې اندازې لاســته راوړنې
یاسربدري غوربندی
نوی غمجنه ویډیو
بند په بند وسوم بیلتانه په تناره کې
ستا یادونه ګـــرځوم لیوني زړه کې
آواز، حافظ عبدالجبارعمري
شاعر،. یاسربدري غوربندی
ایډیټ عنایــــــت فاریابوال
روان دپرمختګ په لورچټک افغانستان دی
له امن برخمن ماشاءالله پک افغانستان دی
خودځي به هیوادونوپه قطارکې جګه غاړه
ګټلی هرمیدان رب په کومک افغانستان دی
ډیرزربه اقتصادبرخه کې ودریږي په پښوخپل
له هرقسم کانونونه ښه ډک افغانستان دی
چېنې لري هــرځای دمنظرې لري ځایونــه
ښایسته ډیربې اندازه بې له شک افغانستان دی
له هرخوانه را اوري دخوښیوزیري شکر
غمونوله کاروان نه نادرک افغانستان دی
یاسربدري اوس وخـت دی دخولودتویولو
خدمت غواړي دټولومشترک افغانستان دی
یاسربدري غوربندی
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
ګرزه زړګیه اوس ډاډه کابل کې
کګه پګړۍ هسکه شمله کابل کې
امن څادریې دی په سرباندې خور
نسته یـــوه زره خطره کابل کې
څڼـې پرتې دې پــراوژودي اشنا
ژوندتیروه اوس ښایسته کابل کې
هغه وخت تیرسوچې به پټ ګرزیدې
ګرزیږه اوس ګرانه ښکاره کابل کې
دډیــروزړونوکــې لمبې بلیــــږي
پل په پل امن دی پوره کابل کې
داتورانفوردرسره ډیــرخوندکوي
دی په بغل کې درســـره کابل کې
یاسربدري چې ته یې نه پریښودې
سوزي چې تاویـنې هغه کابل کې
یاسربدري غوربندی
دځان په بیه سـتاساتنه کوم
وفاپـه خپله کړې ژمنه کوم
درته مې اوس رابډوهلي مټې
ترقي هربخش کې وطنه کوم
دسهارلمـــردی راختلی پــه تا
دخولووخت دی امده یم درته
ابادوم دې هره سیمه ښایسته
ولاړمظبوطه په وعده یم درته
پل په پل کاردابادۍ شروع دی
ستادهرزخـــــم درملنه کــوم
نه یمه ستړی نه به ستړی سمه
دخپل ولس خدمت کولونه زه
ستاخړې دښتې بدلوم په باغچو
خونداخلم ستااذادلیدلونه زه
په سخت حالات کې تنهاپرې نښودم
له ګران اولس زیاته مننه کوم
وطنه ستاپه زړه کې هسکه غاړه
ګرزم یاسربدري په جګوسترګو
یې برخمن له پوره امن نه ته
الله دې وساته له وګـــوسترګو
بوی دباروتوستاله غیږې ورک دی
ګلانو پـل پـــــه پل کرنه کوم
یاسربدري غوربندی
🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️✅ @Habibi_Abrar2👈 دلته راسه ✔️🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨🚨
محترمو دوستانو زه یم ستاسو کشرورور نعتخوان رفیع الله فرحان دازموږ رسمی چینل دی نو ستاسوځخه هیله کوم چی ترپایه ملګری راسره وکړی
زموږ رسمی چینل
https://t.me/ufkkccu
Last updated 1 year ago
Last updated 2 weeks, 1 day ago
شعر مي د زړه راز دی 😘ملتیـا مو غـواړم خوږو👬
چي مُـدام وایـم درود سکـون پـرې اخلـم
مُحَـمَّـده نـوم دي خـوږ هـم تـر عسل دی
توري سترګي نوراني رخسار دي ځارشم
بل شان کیف کړي دا ستا حسن مکمل دی
تبادله👇👇
@Rnzorzrh
د زړه راز👇❤
@qariAabidAzir
Last updated 1 month, 1 week ago