Why Pay for Entertainment? Access Thousands of Free Downloads Now!

عبدالنافــعْ وفـا''

Description
انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا
وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ
ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ...
تاسیس 1395/2/4

{دلته به خپل مات مات شعرونه نشره وم}

اړېکه @Vafa55abdolnafe
Advertising
We recommend to visit

مرجع اصلی نرخ دلار تهران
تابع قوانین جمهوری اسلامی ایران
جهت تبلیغ =@gheymateTehranAdmin
تمامی نرخ ها بدون تداخل ما مسقیم از سبزه میدان تهران ارائه میشود

Last updated 5 days, 9 hours ago

تبلیغات :
@a_m_niik

Last updated 1 month, 1 week ago

Last updated 2 months, 1 week ago

1 month, 3 weeks ago

یه قربان ملګرو دیوټیوب چنل خومي👆*👆 هم درسره سبسکړایب کړئ
ولي داسي خاموشه یاست؟
😢*

1 month, 3 weeks ago

تارونه./1403/1/18

وای چې زه ستا د لحده ریزه کاڼي
اخستلي مې وای هلته ستا غمونه

دجانان د دیدن تږي تږي سترګي
بــه اوبــه نکـــړې د ژمي بارانونه

قبره غور مې د یار پرځوانۍ وکړه
یار در وړې خپـــل نارسه ارمـــانونه

پیره اوس نو زړوته څه بهاني وکړو.؟
نن خو بیا سوه د اختر اختر ژغونه.!

تر ښزمو مې د الله درحمت بوئ سې
کوم لحظه چې پرجانان وایم درودونه

د نافِــع زړه صرف په ها ستني رغیږي
کوم چې ګران یي وړې ځان سره تارونه

م: عبدالنافِــع وفا,,

2 months, 2 weeks ago

چپ1403/1/1

که له ماسره هرڅومره هم په چپ یې
خو تر اوسه مې دخوار زړګې ترپ ترپ یې

را پخلاسه دوه دري کاله دې پوره سول
لا ترکله به له مانه ګُـله خَپ یې ؟

ته جانان یې دسپرْلي یو ښه موسم یې
ته باران یې. دباران دڅاڅکو کړپ یې

لکه شات یې او نبات یې سپوږمۍ مخیه
ته د میني د شرابو شیرین غړپ یې

چې ګوښه یې رانه. نه یې. پردا زړه مې
بس یوداغ یې یا له درده ډکه ټپ یې

داخو ځکه چې نافِع بې له تا ړوند دی
ته یې دید. ته یه د دواړوسترګو رپ یې

عبدالنافِــع وفا

3 months, 3 weeks ago

طرحیه غزل د شعر ادبي حجره
عبدالنافع وفا

ځان مې خم لکه د یار دنامه دال دی
خبردار مې له احواله ذوالجلال دی

ستا د غم چړو څیرلی دړین زړه مې
پر بستر د سَقَم پروت دی اوبې حال دی

د شیطان پر دسترخوان یې ناسته کړې
جادوګر باندې نیولی چې چا فال دی

که مو وویل هغه کومه میوه ده
له جنت یې چې راوړی یار نهال دی

د عبدالنافِع د زړه دوا ښکاره ده
ستاخندا ده ستاد زنې تک شین خال دی

4 months ago

دتبادلې لپاره راشئ وشخصي ته

4 months ago

... هغه...1402/11/7

اناري رنګه حلقي واله چشمان دي
د بڼو ترعرش دي لاندي خوندوري

په عجیبه حسن خدای یي نازولې
باړخو داري خندنۍ ښکلي دُختري

دا سکه او دا پیچان پیچاني زلفي
څومره ښه درسره ایسي خیالوري

داپه سپین کِ تک ژړ مخ دِ غنمرنګي
نهــایـــة دی د ښکلا یه بختـــوري

ځه دي یمه مشتري د جالب حسن
زماقبول کړه داقیمت د تجار لوري

که دې نکړ.. وفا.. ختم په سُرخۍکې
دچشمانو خپل. زړه جلبې جادوګري

ع...ب... وفا

We recommend to visit

مرجع اصلی نرخ دلار تهران
تابع قوانین جمهوری اسلامی ایران
جهت تبلیغ =@gheymateTehranAdmin
تمامی نرخ ها بدون تداخل ما مسقیم از سبزه میدان تهران ارائه میشود

Last updated 5 days, 9 hours ago

تبلیغات :
@a_m_niik

Last updated 1 month, 1 week ago

Last updated 2 months, 1 week ago