Why Pay for Entertainment? Access Thousands of Free Downloads Now!

RENAISSANCE_رنسانس

Description
○ رنسانس پښتو چینل د ادبي، تاریخي، ساینسي او فلسفي مالوماتو زېرمه.
زموږ ملتیا وکړئ.
Advertising
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 9 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 9 months ago

1 month, 3 weeks ago
ځینې وختونه انسان نه پوهیږي چې …

ځینې وختونه انسان نه پوهیږي چې څنګه یې پیل کړي. له کومه ځایه یې پیل کړي او یا دا هر هغه څه دي چې اوس مهال د پېښېدو په حال کې دي که یواځې د هرې ورځې په تېرېدو سره پای ته نږدې کېږو؟
زه د بېهوده او بې ګټې ژوند د نه کړلو په هکله درته غږېږم!
د ژوند د مانا په لټه کې یم لکه کله چې په تیاره کې د رڼا په لټه کې وی!!!
ژوند ومومی, د هرې شېبې په ارزښت پوی شی, هڅه وکړئ له ژونده خوند واخلئ, د خلکو په بې ګټو اندونو و خبرو پسې مه ګرځی, د ځان لپاره ژوند وکړئ نه د خلکو لپاره!!
مه یې هېروی!
بابل

1 month, 3 weeks ago
د چینل د مشرۍ له خوا …

د چینل د مشرۍ له خوا تاسو ټولو قدرمنو غړو ته د کوچني اختر نېکمرغي وړاندې کوم هیله ده چې ټول ژوند مو همداسې له خوشحالیو ډک وګرځي.

اختر مو نېکمرغه!🎉

1 month, 3 weeks ago
سامېرسېټ موآم لیکي:

سامېرسېټ موآم لیکي:
" یو لیکوال باید پوه شي، چې هره پېښه دده د ژرندې لپاره د غنمو د بوجۍ په څېر ده... یو لیکوال په یوه شرط کولی شي تل تولید ولري، چې په دایمي ډول خپل ځان او روان تازه وساتي او یوازې هغه مهال دا کار کولی شي، چې خپلې اروا ته په نویو تجربو قوت وبښي... لیکوال یوازې هغه مهال لیکل نه کوي، چې د مېز تر شا ناست وي او یا یې په لاس کې کاغذ او قلم وي، بلکې هغه په حقیقت کې کرۍ ورځ له بېلابېلو مسایلو تر شا ناست وي او یا یې په لاس کې قلم او کاغذ وي.
لیکوال هم د نورو خلکو غوندې د تجربو او تېروتنو له لارې زده کړه کوي، د هغه لومړني آثار او لیکنې ازمویښتي بڼه لري، هغه په بېلابېلو سرلیکونو او تګلارو کې ځان ازمویي او په همغه وخت کې یې شخصیت پراختیا مومي.

○ د هغه چا چې کتابونه یې ټولو ته د منلو وړ ګرځي، باید لامل یې پوه شو، هغه سړی د زړه په وینو لیکل کړي دي...
#سامېرسېټ موآم
#حکیمي
#رنسانس_پښتو_چینل

1 month, 3 weeks ago
RENAISSANCE_رنسانس
1 month, 3 weeks ago
"جرات وکړئ, ریښتوني او حقیقي اوسئ, …

"جرات وکړئ, ریښتوني او حقیقي اوسئ, جرات وکړئ بدرنګه او بد اوسئ.
که ستاسو ښه موزیک/سندرې نه خوښیږي په جرات سره یې وښیی, هر هغه څه چې یی هماغه اوسئ او له ښکارولو یې مه وېرېږئ.
دا بې غیرته او دوه مخی پسه چې ستاسو په وجود کې شتون لري له ځانه وشړی او ځان پر پاکو او ډېرو اوبو ومینځی!"
او پرته له شکه چې دا کار ډېر جرات او شهامت غواړي...

(رومن رولان| ژباړن: حکیمي)

1 month, 3 weeks ago
کرکه لرل اسانه او مینه درلودل …

کرکه لرل اسانه او مینه درلودل ستونزمن کار دی.
په هر څه کې به تقریبا همدې پایلې ته ورسېږو, هر ښه شي ته لاسرسۍ ستونزمن کاری دی او هر بد شی په اسانۍ لاسته راوړلای شو.
ډکارټ
____

ریښتینې مینه شاید ستونزمنه وي مګر چل و ول شاید اسانه وي, ریښتینې مطالعه فکر غواړي, غور غواړي او کولای شو ستونزمن یې وبولو مګر سرسري لوستل بیا اسانه کار دی!
بابل

3 months ago
ښاغلی زیګمون فرویډ خپلې کوژدنې "مارتا" …

ښاغلی زیګمون فرویډ خپلې کوژدنې "مارتا" ته لیکي:
که نن زما د ژوند وروستی ورځ وای او یو چا زما څخه پوښتلي وای چې ژوند دې څنګه تېر کړو او څه دې وکړل؟

ځواب به مې داسې وو:
د فقر په شتون کې د بریا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې, د انسانانو په مینځ کې ډېره لږه مشهورتیا, د اظطراب, حساسیت او قهر شتون, دې شیانو زما په ژوند کې یواځې ددې لپاره شتون درلود چې زه د هغې ورځ په تمه وم چې ته (مارتا) زما اوسې او پوره باور مې درلود چې ته به هم په ما مینه اوسې;
‌ډېر ځلې مې له تا څخه ګیلې کړي دي او ددې ټولو پایله دا شوه چې هېڅ څه پرته له دې نه غواړم چې هغسې چې یې په هماغه ‌ډول زما اوسې په ریښتونې بڼه.

دوه نۍ| 2 فبروري, 1886
Sigmund freud
بابل

3 months ago

لسټون ته له ماتې ورکولو یو کال وروسته، کلې په ۱۹۶۵ کې یوځل بیا له هغه سره مخامخ شو، چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي. دا ځل هغه وتوانېد چې لستون په لومړي پړاو کې مات کړي او خپل لقب وساتي.

3 months ago
RENAISSANCE_رنسانس
3 months ago
RENAISSANCE_رنسانس
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 9 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 9 months ago