محترمو دوستانو زه یم ستاسو کشرورور نعتخوان رفیع الله فرحان دازموږ رسمی چینل دی نو ستاسوځخه هیله کوم چی ترپایه ملګری راسره وکړی
زموږ رسمی چینل
https://t.me/ufkkccu
Last updated 1 year ago
Last updated 2 weeks, 1 day ago
شعر مي د زړه راز دی 😘ملتیـا مو غـواړم خوږو👬
چي مُـدام وایـم درود سکـون پـرې اخلـم
مُحَـمَّـده نـوم دي خـوږ هـم تـر عسل دی
توري سترګي نوراني رخسار دي ځارشم
بل شان کیف کړي دا ستا حسن مکمل دی
تبادله👇👇
@Rnzorzrh
د زړه راز👇❤
@qariAabidAzir
Last updated 1 month, 1 week ago
غیور ملت
ساتلي یې د دين ټول ارزښتونه افغانانو
کړل صفر یې ټول سپر طاقتونه افغانانو
هرچا چې و دې خاوري ته په بد نظر کتلي
بل کړي یې هغوی باندې اورونه افغانانو
ښکاره شوله نړۍ ته چې په تېره یوه پیړۍ کې
مات کړي یې درې لوی لوی قوتونه افغانانو
ډېوه به د اسلام په هر یو ځای کړي روښانه
په دې تکل اخستي دې ګامونه افغانانو
آتل که مجاهد دی که غازي دی خو افغان دی
جوړ کړي یې په وینو تاریخونه افغانانو
مسروره! په میړانه یې فعاله دي ساتلي
سیاسي او نظامي ټول سنګرونه افغانانو
مسرورغزنوي
انډېوالانو دلته فیسبوک ایډي کې هم راسره ملګري شئ!
https://www.facebook.com/profile.php?id=61555212325216&mibextid=ZbWKwL
غزل:
هجران دې راته راکړل په زړګي باندې داغونه
جانانه! ستا دیدن پسې مې کړي ارمانونه
ستا یاد راسره مل وي په شېبه شېبه را اوري
بایللي مې په تاپسې لالیه! دې خوبونه
راګیر یم ستا د هجر زولنو کې د زړه سره
بې خونده اوس تېرېږي بې لتا واړه وختونه
نه صبر شو له یاره نه مې یار له زړه خبر شو
ایره شولې په اورباندې مې هیلې، امیدونه
مسرورغریب چې کله ستا نامه واوري قربان!
راتاو یې له بڼو شي سم د اوښکو امیلونه
مسرورغزنوي
**النبوي اداره یې وړاړدي کوي
کسر
هیواد ساتي کوي پیره اوسجده
ټوپک په څنګ تر ملا چانټه اوسجده
شاعر مسرورغزنوي
ږغ محمدعمرکدنیوال**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
نعتیه؛
د پاک قرآن په آیاتو کې ته یې
د فرښتو ښکلو سینو کې ته یې
ته د توحید په کلیمه کې لیک یې
هم په پنځه وخته لمنځو کې ته یې
د بلال زړه کې ستا عظیم مقام و
د خوږ آذان خوږو نغمو کې ته یې
دا ستا په مینه کې اورو وخوړل
د مینانو زخمي زړو کې ته یې
ستا د وصال د اوبو تږي دي ډېر
د مؤمنانو ارمانو کې تۀ یې
لتا قربان شم تا به تل یادوم
ځار د مسرورغریب شعرو کې ته یې
مسرورغزنوي
دالخالدخپرندویه اداری لخواوړاندی کیږی
نـوی خوندوره ترانه
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ کـســر۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
چي کله جوړه کړم له چاسره اړیکه دزړه
له هغه ووینمه درد دزړه او څړیکه دزړه
غږ محمد شاهد سعادت
شاعر مسرور غزنوي
•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•
#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com
**النبوي اداره یې وړاندي کوي
( ده الله تحفه )
رمضان یو میاشت چي په هغه کي ده انسان ټولي ګناوي معافیږي
ډکه له اجرونو، رحمتونو او غفران
شهررمضان شهررمضان
هم په بندګانو لوی نعمت دی د سبحان
شهررمضان شهررمضان
ترانه ویونکی
طالب حماس ساحل
شاعر محترم مسرورغزنوي صیب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
د حوت لسمه:
په لسمه د حوت ټول حالات شول بدل
د دوحې تړون جوړ شو اشغال ته اجل
یرغلګرو ته جوړ قبرستان دا هېواد
افغانانو یې کړې په سر لوبې تل
څومره ډېر تللي دي شهیدان آتلان
دوی قربان شول په دې چې تباه شي یرغل
و ارمان د یتیم، کونډي او بوري مور
په دې ورځ یې د هیلو غوټۍ شولې ګل
چې لاسلیک یې د ظلم، اشغال کړ تړون
د ملا ورور به لاسونه په مینه کړم ښکل
اوس د آمن، خوښۍ ترانې غږوو
اوس آزاد له فساد دی مسروره! کابل
مسرورغزنوي
غزل؛
څومره ښکلې ده فضا واوره ورېږي
عجیب کیف لري هوا واوره ورېږي
څه د میني او د عِشق خوږ موسم دی
څومره ډکه له ښکلا واوره ورېږي
که دیدن کوې لالیه! دایي وخت دی
اټکل شوی بیګا بیا واوره ورېږي
دښتو غرونو سپین واورين څادر اغوستی
پاس له لوري د سما واوره ورېږي
ستا مسرور ستا د وصال ارمان لري خو
بس نوڅه وکړي چې دا واوره وږېري
مسرورغزنوي
خلاص کړی مو چي څنګه له یرغل دا هېواد
ساتو به یې همداسې لکه ګل دا هېواد
هرڅومره که پري وازمایي خپل توان او زور
هيڅکله به یې هیڅوک نکړي خپل دا هېواد
تازه له ډیرو سختو جګړو راوتلی
لیږ صبر د هر ورور هېواد دی مل داهېواد
د ځان په ویر اخته دي او په زړو کې منفور
ها خلکو چي پلورلی و په بل دا هېواد
ښکلا یې شوله زیاته له پاریس او کنعان
ښایسته لکه ګلاب ریحان سنبل دا هېواد
وګړي یې له وخته په جهاد دي مین
مسروره! د هر کفر دی مقتل دا هېواد
مسرور غزنوي
محترمو دوستانو زه یم ستاسو کشرورور نعتخوان رفیع الله فرحان دازموږ رسمی چینل دی نو ستاسوځخه هیله کوم چی ترپایه ملګری راسره وکړی
زموږ رسمی چینل
https://t.me/ufkkccu
Last updated 1 year ago
Last updated 2 weeks, 1 day ago
شعر مي د زړه راز دی 😘ملتیـا مو غـواړم خوږو👬
چي مُـدام وایـم درود سکـون پـرې اخلـم
مُحَـمَّـده نـوم دي خـوږ هـم تـر عسل دی
توري سترګي نوراني رخسار دي ځارشم
بل شان کیف کړي دا ستا حسن مکمل دی
تبادله👇👇
@Rnzorzrh
د زړه راز👇❤
@qariAabidAzir
Last updated 1 month, 1 week ago