﷽
د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.
Last updated 9 months, 1 week ago
Last updated 6 months, 2 weeks ago
دکابل امنېه قومندانۍ نوې راپورونه به دلته ستاسومحترمینوسره شریکه وو ان شاءالله وخت پروخت
Last updated 1 month, 3 weeks ago
څومره مې زړه غواړې تیر وخت ته سفر وکړم؛
ځينې کسان په غیږ کې ونيسم.
هغوې چې کله تلل زه یی خبره نکړم او رانه بې خبره ولاړل.#نظیفه_دفتاڼۍ *🥀***
پرون مې په یوه کتاب کې د پوشکین یوه جمله ولوستله، په هغه کې لیکل شوي وو: هر څه چې تیر شوي،بیرته نه راګرځي او هیر به شي.
خو زه وایم
تېرېږي خو هېرېږي نه!
ځينې به له ډېرې خوږوالي څخه نه هېرېږي او
ځينې به له ډېرې تریخوالي څخه نه هېرېږي.
شاید یو خبره وي،
یوه صحنه وي،
دا چا موسکا وي،
د یو چا غمجنه څیره وي،
یو خوږ غږ،
یوه خاطره،
یو یاد،
سترګې...
ځینې غواړي چې شه حافظه ولري او هیڅ شی هیر نکړي، مګر ځینې غواړي چې د خپل پاتې ژوند د مخته بولو لپاره تیر وخت هیر کړي.
خو دا هېرول کله کله ډېر سخت وي، ډېر...#نظیفه_دفتاڼۍ🌺
صد نامه فرستادم، صد راه نشان دادم
یا راه نمیدانی، یا نامه نمیخوانی
#مولانا
څه وو چې هیڅ نه وو
نه سبا وه نه ماښام وه
نه رب د چا رب وو
نه بنده د چا غلام وه
بس یو بې پایانه
عاشق ورک په خپل خُمار کې
غني خان بابا - لټون - صفحه : (366)
یادونه!
پدې معنی چې زاړه وختونه لا نه دي تیر شوي.
🍂
ماته خوند نه راکوي دا چې ووایم:
هیله لرم شه کال ولرئ!
بلکي وایم او له تاسو څخه دا غواړم چې شکلي او نيکمرغه کال ځانته جوړ کړئ.
په زیار ايستلو، سختیو، کړاونو،هلو ځلو او نه ماتېدونکی انرژۍ سره.
نیکمرغې پیدا کیږي نه؛ بلکې جوړيږي.
غواړم لاسته راوړئ هر هغه څه چې تاسو ئي غواړئ، ځکه پښیمانې او حسرت به یی ډیر دردونکي وي له هغه خولو څخه چې د لاسته راوړلو په وخت کې تویږي.#دفتاڼۍ *🌿***
زما (۱۴۰۲)کال!
او یو بل کال هم تېر شو؛
دټولو لوړو او ژورو سره؛د نورو کلونو په څېر،
ښايي کله به مو له درده ژړلي اوسې او یا هم کله به مو د خوښۍ اوښکې پکې توي کړي وي.
زه نه پوهېژم چې ستاسو لپاره به څرنګه تیر شوی وي، مګر هیله لرم چې تاسو تری شه یادونه ولرئ.
الحمدلله د نورو کلونو په څیر دا هم زما لپاره یو شه،بریالی او له لاسته راوړنو ډک کال وو.
ما نيمايي کال له خپلې کورنۍ لری او په سفر کې تیر کړ. سږ کال مې ډېر مهارتونه ترلاسه کړل، که څه هم پوهنتون مې له پیل مخکې راباندی بند شو، خو له ډېرو ستونزو سره سره مې انلاین زده کړې وکړي او خپل مهارتونه مې پياوړي کړل، لکه د انګلیسي ژبې پهٔ برخه کی، د کمپیوټر مهم پروګرامونه، عکاسۍ،د جامو ګنډل، کوډنګ، ویب ډیزاین، کانوا سایټ کې ډیزاین ،د ویب پاڼې ډیزاین، خطاطۍ او...
ځینې وختونه مې په خپل کتاب کار کاوه او ليکوالي مې کوله.سږ کال زه د افغانستان پرانستی پوهنتون او د هغه پياوړي ټيم سره اشنا شوم، په بېلابېلو برخو کې مو همکاري وکړه، له ډېرو خلکو سره مو وکتل، ډېر څه مو زده کړل او تجربې مو ترلاسه کړې.
ما د کال په نیمایي کې پرته له دې چې ئي ما تصور کړی وو دنده مې ترلاسه کړه ځکه ما فکر کاوه چې زه به لومړی خپلې زده کړې پای ته ورسوم او بیا به په خپل مسلک کې کار پیدا کړم، مګر نه. هر څه ناڅاپه پیښ شول او زه فکر کوم چې دا زما د ژوند یو له جالبه پيښو څخه وه. په همدې دنده کې ما ډیر مهارتونه ترلاسه کړل، ډیریو خلکو سره مې ولیدل، مختلف فکرونه، رواجونه او ژبې، ما د خپل عمر څخه پورته تجربې ترلاسه کړي او زه پر دي ټولو خوشحاله یم.
د کال په پای کې ما له یوه فرانسوي برانډ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ او په افغانستان کې د هغوی رسمي استازی شوم، ځکه له سوداګرۍ سره مې ډېره مینه وه او غوښتل مې چې دا کار پیل کړم. که څه هم د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د یوې نجلۍ په توګه ستونزمن ښکاري، خو زه نه غواړم د دې منفي خبروو په اړه فکر وکړم او زه هیله لرم چې زما دا کوچنۍ سوداګرۍ به پر یو لوی کاروبار بدل شي لکه څنګه چې زه غواړم.
او....
﷽
د شرعي پوښتنو او د هغو د جوابونو ستر چینل!
د افغانستان د تکړه مفتیانو لخوا ستاسو هر ډول شرعي پوښتنو ته جوابونه در کول کيږي.
Last updated 9 months, 1 week ago
Last updated 6 months, 2 weeks ago
دکابل امنېه قومندانۍ نوې راپورونه به دلته ستاسومحترمینوسره شریکه وو ان شاءالله وخت پروخت
Last updated 1 month, 3 weeks ago