Why Pay for Entertainment? Access Thousands of Free Downloads Now!

•ఌسپیڅلي زړونه☽

Description
𝚃𝚎𝚡𝚝s
𝙿𝚑𝚘𝚝𝚘🌉📷
𝙼𝚞𝚜𝚒𝚌 👌🏻🎼🎧
All your favorites are here.
@Alone_A_12 👈تبادله
Advertising
We recommend to visit

برای تبلیغات و ارسال سوژه : @Atosamm🔞

Last updated 1 week, 4 days ago

1190392347
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
Desktop v1.2.18+
macOS v3.8.3+
Android v4.8.8+
X Android v0.20.10.931+
iOS v4.8.2+


#DigitalResistance
Build your own MTProxy:
https://github.com/TelegramMessenger

تبلیغات
https://t.me/proxytablighatt

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Official Telegram Channel of "Wantons" ( Iranian Rap Singers Group )

Group Members 🔻
( Arta - Koorosh - Raha - SamiLow )

Last updated 1 month ago

3 days, 9 hours ago

سمه ده، سبا به ورشم یې ووې. موږ په همدې خبرو لګیا وو، چې مشر ورور مې هم راغی، زه له ځای پورته شوم، د باندې راوواتم او مور مې نغري ته لاړه
تر بیا ښې چارې.

#شگیوال

3 days, 9 hours ago

#د_طب_محصله_ناول38برخه

نور مې موبایل کیښود.
ملګري اباسین زه او له کابل څخه راغلي کسان سره معرفي کړو. د هغوی له ډلې یو ډېر نخره یي و، په نورو ټولو به یې ټوکې کولې او خندا یې دومره تېزه وه، چې په نږدې ټولو ځایونو کې به اورېدل کېدۀ.
تقریبا تر نیمې شپې ناست وو، زیاتې کیسې او ټوکې ټکالې مو وکړې، بیا ویده شوو.
سهار له چایو څښلو وروسته مې اباسین ته ووې: زه به لاړ شم، ځکه کلنیک او پوهنتون دواړه لرم.
تاته اجازه ده یې ووې، رخصت مو سره واخیست کلینک ته روان شوم.
له خجرې چې راوواتم؛ نو هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو پورته یې نه کړ.
لږ وروسته هغې زنګ راوواهۀ، چې اوکې مې کړ؛ نو سمدستي یې راته ووې: لوفره ته بیا چېرته پاتې وې؟
ځواب مې ورکړ: اول خلک سلام کوي، بیا زه عاجز او لوفري ډېر سره لرې دي.
په خندا یې وویل: وخۍ جار، څومره عاجز یې، ژاړه مې درته راغلۀ، ستا غوندې چې یو څو نور هم پیدا شي، بس وطن جوړ دی.
ما هم په خندا ورغبرګه کړۀ: ته خو هر وخت راته دا خبرې کوې، چې کله نه وم؛ نو ارمان به وکړې.
په بیړه یې ووې: خدای دې نه کوي، داسې مه وایۀ، کنه جنګ درسره کوم.
سمه ده مې وکړل، ما څه ویل، چې هغه وړاندې شوه: الهامووو، یاد شوی مې یې، زړه مې درته وچ دی. دغه دوه/ درې ورځې مو خبرې نه دي کړي، داسې فکر کوم، چې دومره کالونه وتلي دي.
ورته مې وویل: هیلوووو، زما هم یاد شوي یې، دوه ورځې ته نوکري وې او بېګا بیا زه له ملګرو سره پاتې وم؛ خو شکر دی، چې اوس وغږېدو.
هغې ووې: چېرته یې؟ داسې معلومېږې لکه کوم ځای ته چې روان وې؟
ځواب مې ورکړ: هو، لږ وړاندې له ملګرو څخه راوواتم، اوس کلینک ته روان یم، په لاره کې یم.
ښه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: بابا خو مې څه درته ویلي نه وي؟
حیران شوم، هغه د نامعلومې شمېرې خبره مې په ذهن کې راوګرځې؛ خو ځان مې ناګاره واچوۀ، ورته مې ووې: نه، ماته خو یې څه نه دي ویلي، څه شی وو؟
ځواب یې راکړ: بېګا مې بابا په کور کې وې، چې کابل ته به لاړ شو، دغه ځای مناسب نه دی.
په حیرانۍ مې ورته وویل: هیلووو، څه تاسې کور کابل ته وړئ؟
هغې ووې: نه پوهېږم؛ خو بېګا مې پلار دغه خبره وکړۀ.
ماته هغه ګواښ سترګو ته ودارېده، له ځان سره مې وویل: ممکن، هماغه علت وي، ځکه بله خو داسې کومه خبره نشته، زه چورت یوړم، چې هیلې غږ راباندې وکړ: څنګه غلی شوې؟
ورته مې ووې: که تاسې هلته لاړ شئ؛ نو زه به دلته څه کوم؟
هغې ځواب راکړ: لومړۍ خو دې خدای وکړي، چې بیخي لاړ نشو، بیا که تلو؛ نو زما لېونیه ستا غم هم زه خورم.
ورته مې وویل: دا به ډېره سخته شي. ستونی یې تازه کړ، راته یې ووې: الهامیه، ته اوس په لاره یې، خوند یې وکړ، چې سره وغږېدو، زه هم ځان تیاروم، پوهنتون ته، ان شاءالله مزدیګر ته زنګ درته کوم.
سمه ده مې ووې، خدای په اماني مو وکړۀ.
کلینک ته نږدې شوی وم؛ په همدې مې چورت وهۀ، که هیله دوی کور کابل ته یوسي؛ نو زه به څه کوم؟
بیا مې له ځان سره ووې: باید یو ځل په هغه امنیت کې ملګري پسې زنګ ووهم او د کس پوښتنه به ترې وکړم، چې څوګ و او ولې یې د هیلې پلار ته اخطار ورکړی و؟
په همدې فکرونو کې د کلینک له دروازې ننواتم او سیده خپلې کوټې ته لاړم، تر هغه منتظر وم، چې ډاکټر صیب راغی، اجازه مې واخسته او پوهنتون ته روان شوم.
په لاره مې ټول فکر د هیلې له خبرو سره و، هېڅ پوه نه شوم، چې څه ډول تر پوهنتون راورسیدم.
پوهنتون شروع او رخصت شو؛ مګر زه نه پوهېدم، چې څه مو وکړل. فکر مې کاوۀ، چې یو څه مې ورک کړي دي.
بېرته کلینک ته لاړم، تر مزدیګر همدا سوچونه راسره مل و، چې هیلې زنګ وکړ.
سلام او پوښتنه مو سره وکړل، هغې وویل: الهامه، که کیږي؛ نو سبا دې مورکه زموږ کره راشي، زه به مې خپلې مور ته هم ووایم، چې د یو بل په نوم شو، نور به هر څه کیږي.
ورته مې ووې: زه هم په دغه نظر یم، که ریښتیا کابل ته لاړ شئ، هسې نه خبره خبرابه شي.
هو کنه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: پلار مې د یوې خوږې خبرې سړی دی، بل مې ترورزي هم شله دي، چې هیله به موږ ته راکوئ.
ورته مې وویل: بس زه بېګاته له مور سره غږېږم، ان شاءالله سبا به درشي، ته دې هم مور پوهه کړۀ.
ته بې غمه شۀ، ما به مې مور تیاره ملا کړي وي یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ اوس زه له مور سره لږ کار کوم، ته چې کور ته لاړ شې او له مورجانې سره وغږېږې؛ نو بېګاته بیا ماته احوال راکړۀ.
ورته مې وویل: ښه سمه ده، زه بیا زنګ درته کوم. خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه پرېکړۀ.
ماښام چې کور ته لاړم، کوچنی ورور مې د باندې و او مشر هغه لا له دندې نه و راغلی، مور ته مې ژر، ژر کیسه وکړۀ، چې سبا باید د هیلې غوښتو ته لاړه شې.
راته یې ووې: سمه ده؛ خو هغه بل ځل هم خپل غلي شول.
ورته مې وویل: ته ورشۀ، نور ان شاءالله مشکل نشته.

3 days, 9 hours ago

مجبور وم، اوس مې بله بهانه هم نشوه کولای، سمه ده مې وکړل.
له ځان سره مې وویل که مور ته ووایم، چې له ملګري سره ځم؛ نو نه مې پریږي، په دروغو مې ورته ووې، چې ډاکټر و، ویل یې کلینک ته راشۀ، ناروغان راځي، ته راسره ښه یې.
مشر ورور مې راباندې پوه شو، مور ته یې وویل: والاکه به کلینک ته ځي، له ملګرو سره ځي.
مور مې په غوسه شوۀ: ته دا شپه نه ګورې، بیا دا نن سبا ملګري.
ورته مې ووې: مورکې، هسې وایي، هېچرته هم نه ځم، ډاکټر و.
سمه ده یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: ګوره، چې بله خوا لاړ نشې، بیا پوښتنه هم درپسې کوم.
نه ځم مې ووې او ترې راوواتم.
لږ منتظر شوم، چې ملګري مې موټر وداروۀ، ویل یې راخېژۀ، ور پورته شوم، ستړي مشي مو وکړل، هغه وویل: هغوی نابلده دي، هلته هډې ته ورځو. سمه ده مې ووې او حرکت مو وکړ، څو شېبې وروسته ور وراسیدو، دوی لا نه وو راغلي.
هملته د سرک په غاړه ورته منتظر شو، چې راغلل، موټر ته راپورته شول، ملګري اباسین د خپل کور په طرف حرکت وکړ.
خجرې ته چې ورسېدو؛ نو لومړۍ مې هیلې ته پر وټساپ مسېج پريښود: زه نن شپه له ملګرو سره پاتې یم.

1 week, 3 days ago

زه هم ورپسې شوم، کومک مې ورسره وکړ. د ماښام اذان چې وشو؛ نو جومات ته لاړم، له لمانځه وروسته د ګاونډیانو سره څو دقیقې ودارېدم، بیا کور ته راغلم.
کوټې ته چې لاړم؛ نو مور مې هم په لمانځه ولاړه. لږه شېبه وروسته مې مشر او کوچنی ورور دواړه یو ځای راغلل.
مور مې سلام وګرځوۀ، عابد ورته ووې: تا خو ویل، چې شپه کوم؛ نو څنګه راغلې یې؟ په سترګو کې مې مور ته اشاره وکړۀ، چې ما ورته وایۀ.
کوچني ورور مې وویل: هو، ماته یې هم وې، چې شپه کوم.
مور مې دعا وکړۀ، بیا یې ځواب ورکړ: زړه مې تنګ شو، بل مه وې، چې تاسو به ډوډۍ څنګه کوئ، ورځ مې تېره کړۀ؛ نو راغلم.
مشر ورور مې ورته ووې: ډوډۍ خو هسې هم له نانوایۍ څخه راوړو، هکۍ به مو پخې وای، هغه خو سختې نه دي، ته هسې راتلې، شپه به دې ورسره کړي وای.
مور مې ځواب ورکړ: بل وخت به شپې ته ورشم او بیا یې زیاته کړۀ: نغري کې مې دېګ بخار پرې ایښی دی، چې غوښه رانه ونه سوځيږي، له کوټې وواتۀ.
ډوډۍ تیاره شوه، هغه چې مو وخوړۀ؛ نو زه د څنګ کوټې ته واوښتم او هیلې ته مې زنګ وکړ.
ډېرې خبرې مو وکړې، بیا مې ورته وویل: سبا ان شاءالله مور درځي.
پخیر دې راشي یې ووې او اړیکه مو پرېکړۀ.
لمونځ مې وکړ؛ نو په کټ کې اوږد وغځېدم او کمپله مې په سر راکش کړۀ.
اوس نو شپه لکه کال شوۀ، هېڅ خوب نه راته، د سبا ورځې په اړه مې سوچونه وهل، چې څه به کیږي.
نه پوهېدم، څو بجې به وې، چې خوب وړی وم.
سهار چې راپورته شوم، هم خوښ وم او هم خپه.
له چای وروسته چې زه کلینک ته روانېدم او مشر ورور مې خپل کار ته، مور مې وویل: لږ وروسته زه هم د ګاونډیانو کره ځم.
تر بیا ښې چارې

#شگیوال

1 week, 3 days ago

#د_طب_محصله_ناول_28برخه

بیا مې پوښتنه وکړۀ، کله تللې ده؟
هغه ووې: سهار مې د ماما زوی راغلی و، چای یې وڅښۀ، نور لاړل.
بکس مې په کټ کې کيښود او د څنګ کوټې ته واوښتم.
کوچني ورور مې راغږ کړ: ډوډۍ در وړم؟
ورته مې وویل: نه، اوس مې زړه ته نه کیږي.
سمه یې ووې.
زه په کټ کې اوږد وغځېدم، تر څو مې ستوماني ووځي؛ مګر په فکر کې مې د هیلې خبرې تاوېدې.
حیران وم، چې اوس څه وکړم؟ له ځان سره مې ویل: په دې دومره وخت کې نن مور هم کلي ته تللې ده.
ساعت ته مې وکتل څه د پاسۀ یوه بجه وه. پرېکړۀ مې وکړۀ، چې مور ته زنګ وهم، ورته به ووایم، شپې ته مېلمانه راځي، راشۀ.
همداسې مې وکړل، د ماما زوی ته مې زنګ وکړ، له پوښتنې وروسته مې ورته وویل: له مور سره غږېږم، چېرته ده؟
همدلته ده یې ووې او موبایل یې ورکړ.
مور ته مې په دروغو وویل: له کابل څخه لږ مخکې راغلم، ترور مې زنګ کړی و، په لاره کې را روان دي، بېګا شپې ته دلته راځي.
مور مې ووې: اوس څنګه وکړم؟
ورته مې وویل: خېر ورځ تېره کړۀ، مزدیګر بېرته راشۀ، هسې نه چې هغوی خپه شي.
سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: ته دومره د شپې لپاره شیان راوړۀ، زه هم درځم.
ورته مې وویل: ته له هغه بې غمه شۀ، زه یې راوړم.
اړیکه یې پرېکړۀ.
خوشاله شوم، چې مور خو راځي؛ مګر د هیلې مور او پلار ته په زړه کې نیولی وم، چې څنګه به شي؟ خبره به ومني او کنه؟
تر مزدیګره مې همدا سوچونه کول، چې مور مې راغلۀ.
مشر ورور مې له دندې نه و راغلی او کوچنی هغه د باندې دوکانونو ته وتلی و.
کوټې ته له راننواتو سره سم یې ووې: تا ورته ویلی نشو، چې هغه کلي ته تللې ده؟ په ما یې تګ ونه لګوۀ.
په دروغو مې بیا ورته وویل: هغوی را روان وو، چې ماته یې زنګ وکړ، نور مې نو ځکه څه ورته ونه ویل.
له مور مې په لاس کې نیولی تور پلاستیک واخیست، په کټ کې کېناسته.
له بلې کوټې مې پتنوس راوړ او د چایو پیاله مې ورته ډکه کړۀ.
له ځان سره مې ووې، چې لږ ارام وکړي؛ نو ریښتیا خبره به ورته وکوم، اوس غوسه ده، هسې نه څه راته ووایي.
زه یې د کټ تر څنګ توشکه باندې کېناستم او ځان ته مې هم د چای پیاله ډکه کړۀ.
مور مې دیوالي ساعت ته وکتل او بیا یې راته ووې: ناوخت دی، شیان دې راوړي دي؟
ځواب مې ورکړ: ته چای وڅښۀ، لا وخت شته رابه یې وړم.
پیاله یې ورپورته کړۀ، زه هم په چای څښلو لګیا شوم، له ځان سره مې ویل: اوس څنګه وکړم؟ بیا له ځایه پورته شوم، مور ته مې ووې: څه شی راوړم؟
هغې وویل: غوښۀ، لږ شنه سبزي او پلوي وريژې راوړۀ، نور هر څه شته.
سمه ده مې ووې او له کوټې راووتم، لوی دروازې ته نږدې وم، له کړکۍ مور راپسې غږ کړ: زویه، د وريژو مساله هم نشته، له یاده مې وتلي ده.
رابه یې وړم مې ووې او له کور وواتم.
ما ویل راځۀ، چې مېلمانه نشته؛ نو موږ خو یو، د ښار منځ ته په غوښه او شیانو پسې لاړم.
سودا مې واخیسته، په شلو دقیقو کې بېرته راغلم.
مور مې وویل: هغوی خو تر اوسه رانغلل.
په خندا مې ځواب ورکړ: مورجانې، هغه مې دروغ درته ووې، نه راځي؛ خو بله ضروري خبره ده.
حیرانه شوه او په غوسه یې راته وویل: تا ولې ماته دروغ ووې؟
شیان مې کيښودل او د مور تر څنګ په کټ کې کېناستم، ورته مې وویل: مورکې، هغې ډاکټرې راته غرمې زنګ کړی وه، چې پلار ته مې د ترور خاوند ویلي دي، دا انجلۍ موږ ته راکړي، هسې نه، چې پلار مې خبره ورسره ومني، ته دې مور راولیږۀ، چې دومره خو مې له مور سره وغږیږي، بیا مې خبره وغځوله: تاته مې ځکه دروغ ووې، چې ماما دوی مې خپه نشي، سبا یو ځل د ګاونډیانو له مور سره د ډاکټرې دوی کور ته ورشۀ، له مور سره یې وغږېږۀ.
مور مې راته ووې: په تش لاس یې څنګه وغواړم؟ که یې راسره ومني؛ نو پیسې له کومه کوې؟ نور خو ورتګ مشکل نه دی.
په بیړه مې ځواب ورکړ: ته صرف ورشۀ، چې پلار یې هغه نورو ته ښه ونه کړي، پیسې به بیا ورته دومره راپیدا کړم.
سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: سبا به دغه د ډاکټرې ترور راسره بوځم، له مور سره به یې پټه خبره شریکه کړم، چې څه وایي.
له مور مې ټینګه غېږۀ، تاوو کړۀ، په تندي مې ښکل کړۀ، ورته مې ووې: دغه غوښې شیان مې ستا لپاره راوړل، چې زما غم وخورې.
مور مې په خندا زیاته کړۀ: سم ډېر دې په خوله زده دي، نن دومره درباندې ګرانه شوم؟
له خندا شین شوم، ځواب مې ورکړ: مورکې، هر وخت راباندې ګرانه یې؛ خو نن بیخي ډېره.
تر ډېره په همدې اړه غږېدو، چلونه مې ورته ښودل، داسې ورته ووایۀ او هغاسې، چې مور مې له ځایه پورته شوه او ماته یې وویل: بېګاته به د ډوډۍ غم وخورم.
زه هم ورسره شوم، ورته مې ووې: مورکې رومیان او غوښه زه درته برابروم، ته یې یوازې چې پخه کړې.
مور مې له کوټې څخه په وتو کې راته وویل: دا خبره خو دې لا وړاندې شوی وای، چې داسې کارونه کوې، نور له کوټې وواتۀ.

1 week, 3 days ago

هغې په بیړه ځواب راکړ: زه مې هم مور پوهوم، که کیږي؛ نو سبا دې یو ځل مورکه زموږ کور ته راشي، له مور سره مې دې وویني.
سمه ده مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: هیلووو، زه اوس کور ته نږدې یم، ان شاءالله مور سره غږېږم، بیا تاته وایم.
ښه یې وکړل او اړیکه مو قطع کړۀ.
تر کوره په پاتې لار هېڅ پوه شوی نه یم، چې څنکه راغلم، بس همدا فکرونه وو، څنګه به شي؟ هسې نه چې پلار یې هغوی ته ورکړي. زما د مور خبره به ومني؟ داسې ډېرې پوښتنې مې په سر کې تاوېدې، چې په لویه دروازه ننواتم.
کوټې ته لاړم، کوچنی ورور مې ناست و، د مور پوښتنه مې ترې وکړۀ؟ ویل یې، چې کلي ته تللې ده.

2 weeks, 3 days ago

ځواب مې ورکړ: پرون ناوخت یو ناڅاپي راغلم، نن سهار مې بیا د شرکت والا سره حسابي کوله او مزدیګر نږدې کلي ته راغلم؛ نو موقع نه وه.
په غوسه یې ووې: لکه څومره چې زما یادېږې دغسې ته نه یې. دا بهانه ده، چې موقع نه وه؟ ستا زړه نه و.
په خندا مې ورته وویل: لېونۍ، والاکه دا خبره وي.
اواز یې لوړ شو، بس چې نور ماته زنګ ونه کړې، اړیکه یې پرېکړۀ.
که مو ناول خوښ شوی وی نو مهرباني وکړئ لایک یی کړی

#شگیوال

2 weeks, 3 days ago

تر ډېره ناست و، د ډوډۍ نه وروسته مې مور ته وویل: زه لږ ستړی یم، تر څنګ کوټه کې ویده کېږم.
هله زویه، ویده شۀ یې ووې، ترې راپورته شوم او کوټې ته راغلم.
موبایل مې راواخیست، هیلې ته مې زنګ وکړ، تر څو یې خبره کړم، چې زه راغلی یم؛ خو د ملګري سلیم زنګ راغی.
د حال او احوال پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا یې وویل: راځې نه؟ پوهنتونونه شروع کیږي، که په کابل کې خوښ یې؟
په خندا مې ورته ووې: ورورکه، نور نه درځم، همدلته ښه خوشال یم، هلته به څه وکړم؟
هغه هم وخندل او بیا یې زیاته کړۀ: موږ هېر نه کړې، نور دې خوشال وې.
تر ناوخته مو کیسې وکړې، بیا مې د راتګ خبر کړ او ورته مې وویل: ان شاءالله له نږدې غږېږو، اوس خوب راغلی دی، زه ویده کېږم، اړیکه مو پرېکړۀ.
سترګې راباندې درندې وې، ساعت ته مې وکتل ناوخت و. هیلې زنګ ونه کړ، له ځان سره مې وویل: شاید وخت به یې نه وي پیدا کړی؛ نو ما هم زنګ ونه وهۀ. کمپل مې په سر راکش کړه او اوږد وغځېدم.
په څو شېبو کې د خوب ملګری وم.
سهار چې مې چای وڅښۀ؛ نو شرکت ته لاړم، مالک لا نه و راغلی.
په دفتر کې ورته منتظر شوم.
تقریباً نهه بجې به وې، چې راغی، یو بل کس هم ورسره و.
ستړي مشي مو وکړل، د شرکت مالک وویل: الهامه، مور ته دې رب شفا ورکړۀ، زموږ درباندې ډېر زړه ډاډه و.
اللهم امین مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: زما هم زړه نه کیږي، دغه مې لکه خپل کار چې پریږدم؛ خو بله چاره نشته، که د مور وضیعت مې ښه شو؛ نو حتماً بېرته راځم، مګر فلحال مجبور یم، چې کار پریږدم.
سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: شاید کارونه به لرې، څومره دې چې موږ باقي یو، حساب به وکړو ، نور دې غاړه بنده، چې څه ضرورت دې و، دا دې خپل ځای دی په جېګو سترګو راځۀ.
مننه مې وکړۀ، ورته مې وویل: ولې نه حتماً به راځم، ماته دغه ځای پرادی نه ښکاري.
حسابونه مو سره خلاص کړل د غرمې ډوډۍ مې ورسره هم وخوړه، بیا مې ترې رخصت واخیست کور ته راغلم.
مور او کوچنی ورور مې د ترور کره روان وو.
ماته یې هم د تګ وویل؛ خو زړه مې نه کېدۀ، ورته مې ووې، چې زه بیا بله ورځ ورځم.
هغوی لاړل او زه په کور کې یوازې پاتې شوم..
څو دقیقې به لا ناست نه وم، چې سلیم زنګ راوکړ. سلام، جوړ پخیر مو وکړل، بیا یې زیاته کړۀ. د کلي سپینږیری مالک حاجي ناصر اکا په حق راسیدلی دی.
خدای دې یې وبخښي مې ووې او بیا مې پوښتنه وکړۀ، څو بجې یې جنازه ده؟
څلور بجې یې وښودې او اړیکه مو پرېکړۀ.
ساعت ته مې وکتل تقریباً څه د پاسه دوه بجې وې، په بیړه مې ځان تیار کړ او کلي ته روان شوم.
موټر ته چې پورته شوم؛ نو هیله مې ذهن ته راغلۀ، چې له پرون راهیسې مو زنګ سره نه دی کړی او نه زما له راتګ خبره ده؛ خو د زنګ موقع نه وه.
موبایل مې راواخیست، وټساپ ته ننواتم، مسېج مې ورته وکړ، یوازې راته دومره ولیکل، زه لږ وروسته زنګ درته کومم، نور افلاین (وټساپ بند) شوه.
نیم ساعت وروسته کلي ته راورسیدم. سلیم ته مې زنګ وکړ، ویل یې چې کور کې یم راځۀ دلته، بیا به هدیرې ته لاړ شو.
خجرې ته ورغلم، چای یې تیار ایښی و. چای مو وڅښۀ، کیسو مو هم وکړې، بیا سلیم وویل: داسې به غلي، غلي هدیرې ته لاړ شو، هسې نه چې له جنازې پاتې شو.
سمه ده مې وکړل او له ځایه راپورته شوم، دواړه د کلي هدیرې په لور روان شوو.
هلته چې ورسیدو؛ نو له لږ منتظر کېدو وروسته ډله کلیوالو جنازه په اوږو راوړۀ او د جنازې لمانځه لپاره یې په ټاکلي ځای کیښوده.
ټول ورپورته شوو، لومړۍ خلکو وکاتۀ او بیا د جنازې لپاره قطارونه ودارېدل.
جنازه وشوه او سقات وېل کېده، چې موبایل مې وزمېده، غلی مې راوخیست، چې ومې کتل؛ نو هیله وه.
اوکې مې کړ او په ټیټ اواز مې ورته وویل: زه جنازه کې یم، بیا زنګ درته کوم، اړیکه مې پرې کړۀ.
سقات ووېشل شو او د ناصر اکا مړی مزدیګر ناوخته خاورو ته وسپارل شو.
سلیم ته مې د تګ وویل؛ خو شله و، چې ځان هم مړ کړې نشې تللی، نن به له ما سره پاتې یې.
مشر ورور ته مې د زنګ کولو په نیت موبایل راواخیست، چې ګورم، هیلې پنځه زنګونه کړي دي، پوه شوم، چې د جنازې په اړه یې اندېښنه شوي ده.
په بیړه مې زنګ ورته وکړ؛ خو پورته ېې نه کړ، له ځان سره مې وویل، اوس شاید مصروف وي، ماښام دی، چې خجرې ته لاړ شو؛ نو په ارام به ورسره وغږېږم.
په لاره مې له ډېرو کلیوالو سره ولیدل، ټول به همدا ویل، چې کډه مو ښار ته لاړه؛ نو کلی دې پريښود.
ورته به مې ویل: مصروفیتونه دي، کنه هر وخت مې کلی یادیږي.
ماښام ناوخت زه او سلیم د دوی خجرې ته راغلو.
هغه وویل: زه وږی یم، په وخت به د ډوډۍ خورم، له خجرې ووت. ما ژر هیلې ته زنګ وکړ، له اوکې سره سم یې ووې: خیرت دی، د چا په جنازه کې وې؟
ورته مې وویل: زموږ یو سپینږیری کلیوال په حق راسیدلی و.
په حیرانۍ یې ووې: ته په کلي کې یې؟
هو ومې وکړل.
هغې بیا وویل: له کابل کله راغلی یې او ماته دې څه ولې ویلي نه دي؟

2 weeks, 3 days ago

اسمان ته مې وکتل غرونه، غرونه وریځې جنوب خواته روانې وې. ځای، ځای ستورو ځانونه ښکاره کړي وو او سترګکونه یې وهل. د دفتر مخ ته پر چوکۍ یخ باد ته کېناستم، که څه هم چې نوی پسرلی شوی وو؛ خو بیا هم د کابل هوا یخ وه. ښه شېبه مې ګرد چاپېره ننداره وکړۀ او د باندې کېناستو…

2 months, 2 weeks ago

**شوخه که لوفره که مغروره ده
زړه ته مې په سر سترګو منظوره ده

ذکر مې کاوه چې ویده شوی وم
خوب کې مې بیګا لیدلې حوره ده

نیغ، نیغ راته ګورې د بڼو لاندې
ته به وایې دا زما تربوره ده**

♥️🫠

We recommend to visit

برای تبلیغات و ارسال سوژه : @Atosamm🔞

Last updated 1 week, 4 days ago

1190392347
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
Desktop v1.2.18+
macOS v3.8.3+
Android v4.8.8+
X Android v0.20.10.931+
iOS v4.8.2+


#DigitalResistance
Build your own MTProxy:
https://github.com/TelegramMessenger

تبلیغات
https://t.me/proxytablighatt

Last updated 1 month, 3 weeks ago

Official Telegram Channel of "Wantons" ( Iranian Rap Singers Group )

Group Members 🔻
( Arta - Koorosh - Raha - SamiLow )

Last updated 1 month ago