Dive into the Ultimate Free Library: Your One-Stop Hub for Entertainment!

النبوي بصري څانګه

Description
النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب فوهانو
اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی
درانه حضـــــــــــور ته وړاندي زمـــوږ سره پاتي شۍ
په درنښت دمسؤل رابطه
https://t.me/abawynat88
Advertising
We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 9 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 9 months ago

2 days, 6 hours ago

خماریمه

عشقه وایه څه ته دي په کاریمه
عشقه وهرڅه ته دي تیاریمه

عشقه دکوثرجامونه راکړه چي
عشقه دڅښلویی خماریمه

عشقه زه دوخت منصور جوړ شوی یم
عشقه رسیدلی ان ترداریمه

عشقه زه په تا پسي خراب یمه
صرف ستادلیدو په انتظار یمه

عشقه لږسکون دي راته راکړه نور
عشقه په غمونو باندي باریمه

عشقه ته مي وګنډه زخمي زړګۍ
عشقه ته مي ستن شه زه دي تار یمه

عشقه اباسین له ډیره وخت څخه
عشق ستا په عشق کي ناقرار یمه

اباسین منصوري

2 days, 6 hours ago

💔غـــــــــــزل💘

زړه مي سوری سوری انګار لکه غزه دی اشنا
د یو چـــا یــاد له ډيره وخته راسره دی اشنا

چي د ګلاب ښایسته ګورمه نو ته رایاد شي
دا تصور مي په خیالونو کي دمه دی اشنا

دا چي مي ویني پر ګریوان دا جوړ سیلاب له پاسه
دغه د اوښکو جوړ کتار دی باران نه دی اشنا

زیړ ماذ دیګره ده پخوا څِهره کي نه ښکاریږي
لکه چي بیا دي پر موسم خزان میلمه دی اشنا

الیاسه څنګه به د ژوندن چاري دردمني نه وي
نن دي ده څنګ یار دی سبا درنه خفه دی اشنا

الیاس حقاني

2 days, 6 hours ago

دهجرشپه💔!!

په زړه کي مي دهجرسره لمبه ده !نیمه شپه ده
جانانه ستادیاد بله ډیوه ده !نیمه شپه ده

حیران یمه چي ولي مي دازړه نه قراریږې
راغلې دردونوقافله ده !نیمه شپه ده

ظالمه زمادهیلوقتل عام دي شروع کړۍ
ماتم دۍ زمادهیلو جنازه !ده نیمه شپه ده

فکرونودهجران یم داسي وړی نادرک یم
راوړې مې چنارلره دمه !ده نیمه شپه ده

دکلي ماشومان مي ټول په کاڼوباندي ولې
پرمایه جوړه کړې تماشه !ده نیمه شپه ده

راځې که یه دیدن ته مهاجرپرزکندن دۍ
جاري یه ده پرژبه کلیمه ده!نیمه شپه ده

مهاجرهروي

1 week, 2 days ago

مدبر_امیر
ملا اختر محمد منصور رحمه الله

چې د خدای دین ته وفادار پاتې شو
سوی وجود په سور انګار پاتې شو

تاریخ یې جوړ دی په سرو وینؤ د تن
دومره مظبوط پر دغه لار پاتې شو

شهید امــــــیرالؤمنین مـنصوره
نوم دې زمونږ پر زړؤ تکرار پاتې شو

ټوټه ټوټه ایـــــره ایــــــره بشر یې
د ړنګو پلونو یـــــې غبار پاتې شو

د وینؤ رنګ یې اسلامي أمت ته
سپرلی سپرلی بهار بهار پاتې شو

بدري طالب د زړه پر ورانو دښتو
نوم د منصور پرې ستر یادګار پاتې شو

بدري طالب

1 week, 2 days ago

د ټولو انبياو رسولانو په افضل
مدام  دي وي سلام داتلانو په اتل

په حسن اوښکلاکي ، په نور اوپه رڼاکي
سپوږمۍ دڅوارلسمي ، ترې کمه وه ځلا کي
خبري يي خوږې وې لکه شات لکه عسل

ريدي دی که ريحان دی ، غاټول که ارغوان دی
خوشبولري ترې ډېره ، که ګل که ګلستان دی
محبوب د مؤمنانو د حجاز د ګلاب ګل

صاحب د ښوصفاتو ، د سترو کمالاتو
ويلی پرې سلام دی ، بې روحه جماداتو
نوځکه دښمنان يې ترانعامو دي اَضَل

معصوم وُ له ګنا نه ، له هرقِسم تَعْدا نه
له هرچاسره نرم ، چلند يې وُ څاروانه
رؤف وُ هم رحيم په مؤمنانو مکمل

1 week, 2 days ago

پام کوه!!

مزل کوه په هرقدم باندي دي پام کوه
کشره قرباندي شم دمشر احترام کوه

سترګي څلورکه دنظام دحفاظت لپاره
دهرشریرپه مقابل کي ښه اقدام کوه

چي راتاونَکړي پروجودباندي څادردکبر
په عاجزی دي دحیاپوره احرام کوه

دورځي سل ځله الفاظ دشکروایه ګوره
له خدایه شکرباسه شکردانعام کوه

که خیرغواړي ددارینومهاجرهروي
نو په اقوالو دهرشیخ دهرامام کوه

مهاجرهروي

2 months, 1 week ago

ای ترخاورولاندې قــلندره سر را پورته که
وګوره لښکر دې ملا عمره سر را پورته که

هاده خړ سنګر ملنګ طالب درته راغلی دی
نــن درته راغلی له دفتره سر را پورته که

تاچې کړی وو ده حق قیام په کمه لاره کې
ستا لاره سپېڅلې وه رهبره سر را پورته که

ستا له حقیقي قیام جهاد له برکت مشره
ستالښکرحاکم شودزړه سره سر را پورته که

تاچې کم ارمان ته ګل ځواني خاورې قربان کړله
ستا ارمان پوره شوسِکندره سر را پورته که

ستاپه دیانت اوعاجزۍکې خوهېس شک نه وو
ستامسیرښکاره وولکه لمره سر را پورته که

ستالښکراوس راج کړي په هیوادای قلندرمشره
مات یې ده سلیب کړلولښکره سر را پورته که

یادبه دې قسیم بدري شعرونوکې تل یاد ساتم
وې ده مسلمه اومــت دلبره سر را پورته که
قسیم بدري

2 months, 1 week ago

وغــــږوه پاڅــوه نغمې له خوبه ويښې کړه
شؤرجوړکه سپرلیه نغارې له خوبه ويښې کړه

څنډ ورکــړه نسیمه چې غوټۍ ګلــونه وسپړي
غــزلې د بلبلو زمــزمــې له خــوبه ویښې کړه

داسپېره وطن ته زرغــونې جامې ور واغــونده
څاڅکي دباران راوړه چینې له خوبه ویښې کړه

وپــاشه نــرګسه چمبـېلیه خـــپل زاتـي عطــر
وناڅه لــٶنـګه هیلې مــړې له خوبه ویښې کړه

بــاسه د نفــرت ریښې پخپل جادوګــري اظهار
نوردمحــبت ویدې ریښې له خوبه ویښې کړه

راولـــه رڼــاوي د خـــوښـــيو محفــلونـــو تـــه
جوړې که شغلې تیتې ډېوې له خوبه ویښې کړه

(وثیق ذکوان)ته وکړه په پستوشونډو يوه مُسکا
زړه کې ېې کیسې دیارانې له خوبه ویښې کړه

2 months, 1 week ago

پسرلی دی

څه ګلونه یي ټومبلي په اوربل دي
زړونه څُمره دي خوشحاله پسرلی دی

په هرځای کي ده بلبلو چِغهار دی
قلقلي دي الله هو دی کار غمی دی

ژوند نیولی ده خوښیو نیک قدم دی
پیغلي هیلي په نڅا دي خوښ زړګی دی

جوړ منظر دی زاڼي راغلي تر چناره
ده ځنګلونو ده خوند ډک مازدیګری دی

پسرلی دی نوی کال اختر نیږدي دی
خوندور بیا ده روژي هر پیشلمی دی

شين سهار ده پُسرلي هوا ده خُکلي
اُوس په پيغلو ښايسته هر ګودری دی

أزآدۍ سندري وايې مرغان غروکي
په وطن کي ښه په آمن هر سړی دی

پسرلیه په اُمید ستا ده راتګ هم
ده عاصم آشنا ده هیلو نهالګی دی

عاصم آشنا

2 months, 2 weeks ago

دا حلات به مې زرور اقصاء ته بوزي
شهادت به مې خپل لوی الله ته بوزي

اورمیږونه به یهودو باندې تاو کړم
که مې خدای وه د غزې غزا ته بوزي

زه که خدای په دین شهید کړم بیابه وایم
لوی الله مې دې بیابیا دنیا ته بوزي

نن ته ژاړه ای مظلوم د فلسطینه
هو!!زلمي شته چې یهود ژړا ته بوزي

ستا په څنګ کې دا غلام حکمرانان دې
لوی الله د لوی دوزخ سزا ته بوي

لوږه، تنده، سره زخمونه غټې اوښکې
دا حسان کوچی به خود امساته بوزي

حسان کوچی

We recommend to visit

دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.

Last updated 9 months ago

#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan

#Q_M_H_A

Last updated 1 month ago

دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.

Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos

Last updated 1 year, 9 months ago